1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوي زيلاند کي پر مساجدو د وسله وال بريد يو کال بشپړ شو

۱۳۹۸ اسفند ۲۵, یکشنبه

د نوي زيلاند په کرايست چرچ کي د يو توندلاري له لوري د وسله وال بريد يو کال پوره شو. د کرونا ويروس له بيري د يادي پيښي ياد غونډي ځنډول شوي.

Neuseeland Trauer nach Terroranschlag auf Moscheen  | Kilbirnie- Moschee Jacinda Ardern, Premierministerin
لومړۍ وزيره د قربانيانو سره د غمشريکۍ پر وختانځور: Getty Images/H. Hopkins

«دا کار څنګه کېدای سوای وسي؟» دغه پوښتنه ډېرو نوي زيلانديانو يو کال تر مخه د ۲۰۱۹ کال د مارچ پر ۱۵مه کړې وه. هغه د جمعې يوه ورځ يعنې هغه ورځ چي جوماتونه پکې تل ډک وي، حتی په کرايست چرچ ښار کي هم.

په وسلو سمبال يوه ښي اړخي افراطي په دغه ورځ دوو مسجدونو ته د نوي زيلاند په دغه ښار کي مخه وکړه څو انسانان په ډزو وولي او ويې وژني. دا هغه لمونځ کوونکي ول چې په لمانځه ولاړ ول، سترګې يې پټې کړې وې او دغه نخښه ويشتونکي چي په دروازه ورننوتلی وو، ورته شا يې اړولې وه. د هغه په ډزو کي ۵۱ تنه ووژل او په لسګونو تنه ټپيان سول.

په ياده ورځ د دغه پرانيستي هېواد بې ګناهي هم د منځه ولاړه او قاتل د نوي زيلاند هويت هم ژوبل کړ. دغه هېواد چي راګبي يې مشهور سپورټ دی او چېرته چي وړۍ او شيدې توليديږي، تل پر خپل استقلال ډېر وياړېد.

تر هغې ورځي پوري ټول ټال څلور ميليونه نوي زيلانديان تل له لويو ګواښونو څخه په امن او ډېر لېري ورڅخه واقع ول. دغې خبرې په هغو ملت پالو، درز راوستونکو او عوام پالو ايډيالوژيو هم صدق کاوه چي په تېره په اروپا او امريکا کې ډېرې عامې وې. خو د کرايست چرچ تروريستي بريد وښووله چي د نړیوالو ديجيتالي شبکو د جوړېدو او ارتباطاتو په دوره کي نوی زيلاند هم کوم خوندي ځای نه وو چي غوسه او افراطيت ورته مخه نه سوای کولای.

شکمن عامل چي تر اوسه لا په خپل جرم محکوم سوی نه دی، په يو متن کي خپل توکم پالونکي نظريات بيان کړي دي چي دغه متن يې تر عمل د مخه په انترنېټ کي هم خپور کړی دی.

دغه بريد يوه ناکامي وه

په تېرو دولس مياشتو کي چي د هغه وخت راهيسې تېرې سوې دي، بايد نوي زيلاند له دغو نوو جوړښتونو او ټولنيزو معيارونو او نظرياتو سره ځان بوخت ساتلی وای چي دغه بريد ته يې لاره هواره کړې وه.

د ډېرو کلونو راهيسې د مسلمانانو د بنسټونو او جوماتونو چلونکو مقاماتو او دولتي ادارو ته د ډېرېدونکي توپيري چلن او کواښونو له کبله شکايت کړی وو، په تېره د ښي اړخو له خوا. په ۲۰۰۶ کال کي د ساري په توګه د نوو نازيانو يوه ډله د کرايست چرچ النور جومات ته په نابللې توګه ولاړه او هلته يې د خنځير په سرونو ډکه يوه پېټۍ کښېښوده چي ورباندې کښل سوي ول: «د سپين پوستانو ځواک، ورک  سئ. د قتل چاړه راکړئ.»

د مسلمانانو د دغسې تاسيساتو وياندانو په هغه وخت کي له رسمي ادارو د حفاظت غوښتنه کړې وه. خو هغوی وايي چي ږغ ته يې چا غوږ نه وو نيولی. د دې پر ځای د هغوی په خبره دولتي مامورينو د مسلمانو په صفوفو کي په بالقوه تروريستانو پسې لټون کاوه.

جهان کاسينادر/ا و ا/ن ص  

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب