1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوي پلټني ښيي چي د کرونا وبا د پراخيدو سبب ځوانان دي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۸, پنجشنبه

د هارورد د یوې نوي پلټني له مخي په تیره بیا د ۲۰ څخه تر ۲۴ کلنۍ پوري ځوانان د کرونا ویروس د پراخیدو سبب سوي. په واقیعت کي بیا دا یوه پیچلې موضوع ده.

Berlin Blüte der Zierkirschen
انځور: Reuters/M. Tantussi

د کرونا ویروس په ټوله نړۍ کي روغتیايي سیسټم تر فشار لاندي راوستی او د مړیني کچه یې ډیر ژر پورته کړه. حکومتونه ځانونه مکلف گڼي چي پر تګ راتګ باندي بندیز او د انسانانو ترمنځ تماسونه په برخه کي قیودات رامنځته کړي. د جنوبي کوریا، نیوزیلنډ او آلمان په شان هیوادونو کي دغه بحران په نرمۍ سره تیر سوی، نو ځکه په نړیواله سطحه د عام محضر د پاملرني وړ وګرځیدل او د ویروس پیژندونکو او تکړه ساینس پوهانو علاقمندي یې هم ډیره کړه.

له همدې کبله د هارورد پوهنتون دوو پلټونکو دا نتیجه ترلاسه کړه چي په تیره بیا ځوانان هغه څوک دي چي بندیزونه نه مراعاتوي او په دې ډول د کرونا نوئ ویروس لاپسي پراخوي. نوموړو کارپوهانو خپل د پلټني نتایج د ویروسي ناروغیو او وبا په اړه ځانګړي علمي مجلې کي خپاره کړل.

د هغوی پلټني د اونۍ د پای د رخصتیو تر هغو ورځو وروسته خپرې سوي چي پکښي ډیرو ځوانانو د لویو ښارونو په پارکونو کي میلې کړي وې او ځینو یې د قیوداتو د ایسته کولو له پاره په مظاهرو کي هم برخه اخیستې وه.

د ځوانانو له پاره لږ خطر

د هارورد د پلټنو د معلوماتو پر اساس چي د "Tagesspiegel" په نامه آلمانۍ ورځپاڼي په سرلیک کي راغلي ۲۰ تر ۲۴ کلن پوري ځوانان په جرمني کي د کرونا وبا لا پسي پراخوي. د هارورد پوهنتون کارپوهانو خپل د پلټني له پاره د رابرت کوخ انستیتوت له خوا وړاندي سوو ارقامو څخه استفاده کړې ده. هغوی په جنوبي کوریا کي هم د کرونا ورته بهیر لیدلی، چیري چي په تیره بیا د ۲۰ څخه تر ۲۹ کلونو پوري کسانو کي دغه ناروغي لیدله سوې ده.

د فکتورونو نیمګړتیا

د می میاشتې د لومړۍ نیټې د مظاهرو پر مهال د ټولنیز واټن مراعاتول ستونزمن وو.انځور: Reuters/H. Hanschke

علاوه پر دې پلټنو ښودلې ده چي کارپوهان په دې نه دي توانیدلي چی ددغي ناروغۍ د لوړو خطرونو په اړه دلایل وړاندي کړي. هغوی له داسي امکاناتو یادونه کړې چي ښايي د ۱۵ څخه تر ۳۴ کلنو پوري ځوانانو د نورو سره تعین سوی واټن نه وي مراعات کړی. هغوی دا موضوع نه ده څیړلې چي ځوانان په داسي دندو بوخت دي چي له ډیرو انسانانو سره په ارتباط کي راځي لکه، هوټلونه، رستوانونه، کوچني دوکانونه، بسونه او ریلونه.

که څه هم زیاتره دغه تاسیسات باید د کرونا له امله تړل سوي وای، خو د هارورد کارپوهان له هغو ارقامو څخه یادونه کوي چي پکښي تر یو ځایه دغه قیودات لیري سوي ول. په دې ډول کیدای سي په همدې وخت کي ځوانان په دغه ویروس اخته سوي وي.

ډیرشکمن مطالعات

کارپوهان وايي چي د کرونا ویروس په اړه هغه پلټني باید وڅیړل سي چي په انترنت کي جریان لري. دغه پلټني په رسمي ډول نه دي خپرې سوي او نه هم د یوه بې طرفه مفتش له خوا ارزیابي سوي دي.

له بلي خوا د ځوانانو له مېله ځایونو او مظاهرو عکسونه که څه هم په رسنیو کي د توجه وړ ګرځیدلي، خو بیا هم په علمي ډول دا نه ثابتوي چي ځوانانو دي، د زړو کسانو په مقایسه په آلمان کي د واټن نیولو له قیوداتو څخه سرغړونه کړې وي.

سربیره پر دې داسي ډیر شواهد سته چي تر ۳۵ کلونو کم عمر لرونکو کسان ددغي وبا د اقتصادي او رواني فشار څخه په ځانګړي ډول اغیزمن سوي. هغوی په داسي نسل پوري اړه پیدا کوي چي د خپلو والدینو او یا هم نیکونو په مقایسه ښه ژوند نه لري. اوس باید هغوی د بیکارۍ او اقتصادي رکود څخه په بیره کي وي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب