1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

نوی زيلاند د کرونا ويروسه پاک شوی

۱۳۹۹ خرداد ۱۹, دوشنبه

نوي زيلاند اعلان کړې چې پر کووید ۱۹ د اخته وروستي ناروغ له رغیدلو وروسته په دغه هيواد کې محدوديتونه ليرې کيږې. لومړۍ وزيرې ویلې چې که څه هم دغه ویروس په هيواد کې له منځه تللې، خو په دې برخه کې باید کوښښونه جاري وساتل شي.

Neuseeland Coronavirus Jacinda Ardern
انځور: Getty Images/H. Hopkins

د دوشنبې په ورځ نوی زيلاند اعلان وکړچې په هیواد کې د کووید ۱۹هيڅ ناروغ شتون نه لری. له همدې کبله دغه هیواد تقريبا ټول هغه محدوديتونه چې د کرونا يروس خپریدو د مخنیوی په موخه یې رامنځ ته کړې وو لغوه کوي.

د دغه هيواد عامې روغتيا وزارت په اعلاميې کې راغلې چې د کوويد ۱۹ وروستنې ناروغ د اوکلند له ښار څخه يوه ميرمن وه چې په وروستیو ۴۸ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ هيڅ کومه نښه په کي نه وه او په دې ډول روغه اعلان شوه.

د دغه هیواد د روغتيا ادارې عمومي ریس وويل چې دغه وروستې ناروغ اوس کولې شي له قرنطين څخه خلاص شي. هغه زیاته کړه چې د فبروري مياشتې څخه وروسته د کوويد ۱۹ هيڅ کومه فعاله پيښه په دغه هیواد کې شتون نه لری، چې دا د دغې وبا پر وړاندې په مبارزه کې د «د اوښتون ټکې.» ې دې.

په نوي زيلاند کې په وروستیو ۱۷ ورځو کې د کووید ۱۹ هيڅ کومه نوې پيښه نه ده ثبت شوي، په داسی حال کې چې په دغه موده کې ۴۰ زره کسانو د کرونا لابراتواري ازموینې ترسره شوې.

محدوديتونو له منځه وړل

په نوي زيلاند کې د کووید ۱۹ وروستني ناروغ په رغيدلو سره د دغه هيواد لومړۍ وزيرې جسیندا اردن د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ټولنيزو اړيکو محدوديتونه په څوو ساعتونو کې لغوه کيږې. سره له دې په سرحدونو کې دغه سخت محدودیتونه پر خپل ځای پاتې کيږې او څوک چې له بهر څخه دغه هيواد ته راځې قرنطين کيږې.

خو نور محدويتونه چې د سارس کووي ۲ويروس خپريدلو مخنیوي له پاره دي د دوشنبې شپې له نيمايي څخه له منځه وړل کيږې. دا په دې معنا ده چې خصوصي او عمومي مراسم کولې شی پرته له محدودیت څخه ترسره شی او د هوټلونو صنعت هم نور اړ نه دی چې ټولنيز واټن په پام کې ونيسې.

د نوي زيلاند راګبې ورزش مسؤلینو ويلې چې ننداره کونکي کولې شی د اونۍ له پاي څخه د راګبي سپورت اتحادیې داخلي مسابقو ليدلو ته استدیومونو ته ولاړ شی.

ستره بريا

لومړۍ وزيرې جسیندا آردن د کرونا تر وړاندې په مبارزه کې د خپل هیواد دغه حالت ته له رسيدلو څخه هر کلې وکړ، ورسره له خلکو څخه په راتلونکو مياشتو کې د لا زيات احتیاط او وزغم غوښتونکې شوه. میرمن آردن په يو خبرې کنفرانس کې وويل:« موږ ډاډه يوو چې په اوس وخت کې مو د دغه ويروس خپریدلو مخه نیولې ده خو پوره له منځه وړل يې په يو وخت پورې اړه نه لری، بلکې دوامداره هڅو ته اړتیا لري.»

هغې زياته کړه چې هيواد به يې «د دغه ناروغۍ د نويو پيښو شاهد اوسې، دغه زموږ د ناکامۍ نښه نه ده بلکې دا د دغه ويروس واقعيت دې.»

نوي زيلاند په ټوليزه توګه د کووید ۱۹ ناروغۍ څخه رامنځ ته شویو ۱۵۰۴ پيښو شاهد وو، چې په دې ناروغۍ د مړينې شمير په کې ۲۲ ثبت شوې دې.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب