1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهنړیوال

نوی زيلند: پر مسجدونو د بريدونو مسئول په دايمي بند محکوم سو

۱۳۹۹ شهریور ۶, پنجشنبه

دا په نوي زيلند کي يو بې ساری حکم دی: د کرايست چرچ پر دوو مسجدونو باندي د بريدونو ښی اړخه بريدګر به په ژوند کي له بنده آزاد نه سي. په دغو بريدونو کي ۵۱ کسان ووژل سول او ۵۰ نور ټپيان سوي ول.

Christchurch: Brenton Tarrant - Angeklagter
انځور: picture-alliance/AP/S. McEwin

د نوي زيلند په کرايست چرچ کې پر مسجدونو بريدکوونکي په عمري بند محکوم سو او حتی د ضمانت يا بخښني له لاري به هم نه آزادايږي.

د محکمې قاضي ريچارد کاميرون مندير د نوموړي دغه جرم «شيطاني عمل» بللی او په دې ډول يې د محکمې له خوا هغه ته د جزا ورکولو سره خپله موافقه څرګنده کړې.

 دغه بريدګر په ۲۰۱۹م کال کي پر دوو مسجدونو باندي بريدونه وکړل چي له امله يې ۵۱ کسان ووژل سول او ۵۰ نور ټپيان سول چي ځيني يې د مرګ له خطر سره مخامخ ول. له دې پيښي څخه ډير ژوندي پاته سوي کسان تر نن ورځي پوري د هغه له عواقبو څخه زوريږي، هغوی کار نه سي کولای او يا هم سخت دردونه لري.

مندير د نوموړي بريدګر د حکم په اعلان کي ويلي: «د دغو بريدونو په اړه ستاسو انګيزه له هغو انسانانو څخه کرکه وه چي ستاسو په نظريې له تاسو سره توپير درلود. تاسو د عامه امنيت له پاره يو خطر ياست.«

په خولۍ کي د ځاي پر ځاي سوي کمرې په مرسته فلم اخيستل

بريدګر دغه دقيق پلان سوي بريدونه د خپلي هغي کمرې له لاري په انترنت کي خپرول چي په خولې کي يې ځای پر ځای کړې وه. د هغه دا جرم د  نوي زيلند په معاصر تاريخ کي يو بې ساری عمل ګڼل کيږي. تر دغه بريد وروسته د نوموړي هيواد حکومت د وسلو قانون لا پسي سخت کړ.

په تيرو ورځو کي څه د پاسه ۸۰ ژوندي پاته سوو کسانو او د هغوی خپلوانو محکمې ته خپلي عريضې وړاندي کړي وې. هغوی خپل احساسات په ليکلي ډول مستقيماً بريدکوونکي ته هم بيان کړي دي. ډيرو له قاضي څخه غوښتنه کوله چي بريدګر د ابد له پاره په بنديګرت کي وساتي.

دا لومړی حکم دی چي د ترهګرۍ سره د مبارزې د هغه قانون په چوکاټ کي صادريږي چي په ۲۰۱۲م کال کي په نوي زيلند کي تصويب سو.

بريد کوونکي په خپله په محاکمه کې له ځان څخه د دفاع په هکله له څرګندونو څخه ډډه وکړه. په دې ډول نو دغه بيره له منځه ولاړه چي دغه بريدګر به د محکمې له سالون څخه د خپلو ښي اړخو نظرياتو د خپرولو له پاره ګټه واخلي.

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب