نوی مکسیکو: په ځنگل کې اور لگیدلی دئ
۱۳۹۱ خرداد ۱۴, یکشنبهاعلان
د امريکا د متحده ايالتونو د نيو ميکسيکو په ايالت کي د ځنگل د اور د وژلو له پاره ۱۲۰۰ اور وژونکي بوخت دي. ويل سوي دي چي د نوموړي ايالت په سويل لوېديځ کي د جيلا ملي ځنگل څه باندي نهه سوه مربع متره سيمه د اور د لمبو په غېږ کي ده. د اور وژونکو په وينا د ايالت د استوگنو سيمو ته تر اوسه کوم گواښ متوجه نه دئ. د ځنگل دغه اور د نيو ميکسيکو د تاريخ تر ټولو لوی اور دئ.