1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ډهلي: په کرونا د لا ډيرو کسانو د اخته کيدو څخه خبرداری

۱۳۹۹ خرداد ۲۲, پنجشنبه

د ډهلي ښار چارواکو په کرونا د ډير شمير اخته کسانو څخه خبرداری ورکړی او ويلي يې دي چې د ناروغانو شمير په چټکۍ سره د ډيريدلو په حال کې دی. ډهلی د ممبۍ تر څنګ د هندوستان له سترو ښارونو څخه دی چې کرونا سخت ځپلي دي.

Indien Corona-Pandemie Lockdown wird gelockert
انځور: AFP/A. Sanukar

د هندوستان په پلازمينه کې د رسمی چارواکو او خبري سرچينو د رپوټونو له مخې د کرونا په ويروس د اخته کسانو شمير په دغه ښار کې ډير زيات شوی دی. د دوي په خبره د دې احتمال شته چې د دغه ښار روغتیايي سیستم له ستونزو سره مخ شي. د ډهلي يوه چارواکي منیش سیسودا خبردارې ورکړی چې په اوس وخت کې د کرونا په ويروس اخته کسانو شمير ۲۹۰۰ زره دی، کيدای شي د جولاې مياشتې تر پايه پورې تر ۵۵۰ زرو پورته شې.

د هندوستان دغه چارواکي ویلې چې تر هغه مهاله ۸۰ زره بسترو ته اړتیا ده. دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د دهلي په روغتونو کې يوازي ۹۰۰۰ بستره شتون لري.

سيسودا ټينګار کړې چې اوس مهال په کرونا د اخته کسانو شمیر کولې شی د ډهلې له پاره «په یوې سترې ستونزې» واوړې. په ډهلې کې له شل ميلونه څخه زيات وګړې ژوند کوي.

هندوستان چې  ۱،۳ ميليارده نفوس لري د مارچ په میاشت کې د کرونا خپريدلو مخنیوی په موخه يې محدودیتونه رامنځ ته کړل. خو په اوس وخت کې په دغه هیواد کې د اقتصادي فعالعیتونو او په تدریجې ډول د محدویتونو په لغوه کولو سره په کرونا د اخته کسانو په شمير کې زياتوالي انديښنې راپورته کړي. تر اوسه پورې دلته د کرونا ۲۶۷ زره مثبتې پېښې ثبت شوي، چې دې شمير سره هندوستان په نړۍ کې پنځم هیواد دی چې د کرونا ډير شمير ناروغان لري.

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب