د پولیسو د معلوماتو پراساس نن یکشنبه د دغه ښار پر یوه سړک باندي د یوه ۱۹ کلن موټر د درو غوایانو سره ټکر وکړ، چي په نتیجه کي درې سره غوایان مړه او پخپله دی لږ زخمي سو. ویل کیږي ، چي پدې وسیلې سره ۵۰۰۰ یورو تاوان رسیدلی دی.
د پولیسو په حواله د غوایانو د ګلې یوه برخه تیره شپه لا بیرته پیدا او ونیول سوه، خو لس نور ورک وه او نن د ورځي په روښنايي کي بیرته پیدا سوي دي.
زموږ له آرشیف څخه:
پاکستان کې د غوایانو د ځغاستي سیالي
د پاکستان په ځينو سیمو کې هرکال په منظمه توگه د غوایانو د ځغاستې سیالي کیږي. د کلیو او بانډو ژوندانه ته ښکلا وربخښونکي دغه سیالۍ نړۍ ته د پاکستان بیخې یو بل انځور وړاندي کوي.
انځور: Reuters/C. Firouz
د پاکستان د پنجاب ایالت پر کوټ فتح خان، رحیم یار خان او کلر سیدان سربیره د دغه هیواد په نورو سیمو کې هم د غوایانو د ځغاستي سیالي هرکال جوړيږي. د دغو سیالیو د نندارې ته د پاکستان د بیلابیلو سیمو خلک سفر کوي.
انځور: picture-alliance/AA/M. Aktas
دغه انځور له پلازمېنې اسلام آباد څخه اتیا کیلومتره ليري «پنډ سلطاني» کې د تر سره شوو سیالیو دی. دا ځل هم د دغو سیالیو د نندارې له پاره په سونو خلک راټول شوي ول. په سیالي کې له دوو غوایانو سره ځغاسته او توازن ساتل آسانه کار نه دی.
انځور: Reuters/C. Firouz
په سیالیو کې شریک ځغاسته کوونکو د دوو غوایانو تر شا د لرگي پر یوه تخته باندي د دریدو هڅه کوي او دواړه غوایان د یوه جغ په واسطه تړل شوي وي. د لرگي پر تخته ولاړ کس باید په ولاړ حالت کې تر ټاکل شوې کرښي واوړي.
انځور: picture-alliance/AA/M. Aktas
غوایان ډېره تیزه منډه کوي او زیاتره وخت ځمکه هم اواره نه وي. په دغه لوبه کې شریک هر لوبغاړی تر خپل منزله نه رسیږي. ځيني لوبغاړي پر لاره له تختې څخه لویږي او ځینې مهال لوبغاړي ټپیان کیږي هم. دا لوبې یوازې په زړه پورې نه وي، بلکې خطرناکې هم وي.