ددغي پلټني یو تحقیق کونکئ، ډاکتر جسیون شلترز وايي،»هغه کسان چي سګریټ څکوي د سږو حجرې یې د ACE2 لوړ حجم لري. طبعأ د سکریټو پریښول ددغو اخذه پروتینو تعداد کاملأ برعکس کوي. د مثال په ډول هغو کسانو چي یو کال دمخه یې د سګریټو څکولو عادت پرې ایښئ وي، د هغو کسانو په نسبت چي بیا هم سګریټ څکوي، د ACE2 اخذو تعداد یې ۴۰ واره لږ دي.« په خبره یې»د ACE2 اخذو ډیریدل ددې سبب کیږي، چي د کرونا ویروس د هغو څخه د بدن پر حجرو باندي په حملو کي استفاده وکړي.«
تردې دمخه یوه فرانسوي ساینس پوه ادعا کړې وه، چي په کرونا اخته چینايي مریضانو په منځ کي ډیر لږ سګریټ کشان موجود وه، چي روغتونو ته یې مراجعه کوله. پدې ډول سره دغه فرانسوي فکر کاوه، چي په سګریټو کي موجود نیکوتین پر ACE2 باندي مښلي او سګریټ کشان د کرونا په مقابل کي ساتي.
ډاکټر شلتز مګر د خپلو تحقیقاتو پر بنأ وايي، »ډیر قوي ارقام او نتایج موجود دي،چي هغه کسان چي سګریټ څکوي ، د غیر سګریټ کشانو په نسبت د کرونا ویروس او نورو تنفسي او سږو په مریضیو باندي ډیر ژر او سخت اخته کیږي.«
الینا فرهادی/م.ق./ا.ا.
د سګرتو پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم(12.07.2015):
د هر سګرت له وهلو سره د انسان بدن ته ۲۰ ډوله زهري مادې رسیږي. دغه زهري مادي د انسان بدن ته ډیر تاوان رسوي. خو کله چې انسان سګرت پریږدي نو لږ موده وروسته بدن بیرته رغیږي.
انځور: Fotolia/Rumkugel
۲۰ دقیقې له سګرتو پرته
تر وروستي سګرت ۲۰ دقیقې وروسته د زړه ضربې او د وینې فشار بیرته خپل عادي حالت ته راځي. په سګرتو کې موجود نیکوتین سمپاتیک اعصاب تحریکوي. دغه اعصاب د زړه ضربې او د وینې فشار لوړوي.
انځور: Fotolia/Andrei Tsalko
۱۲ ساعته له سګرتو پرته
که سړی ۱۲ ساعته سګرت دود نه کړي نو د وینې مونواکسید کمیږي او خپل طبعيي حالت ته راځي او په بدل کې یې د وینې اکسیجن لوړیږي. مونواکسید کربن د سګرتو د دود یوه برخه ده چې د ویني جریان ته داخیلیږي او په ویني کې د اکسیجن د جذبیدو مخه نیسي.
انځور: Fotolia/ Gina Sanders
دوه ورځې له سګرتو لیري ژوند
که سړی دوه ورځې سګرت و نه کاروي نو د لید او بوی حسونه یې ښه کیږي. د سګرتو دود دغه دوه حسونه تر فشار لاندې راوړي.
له سګرتو درې ورځې لیرې ژوند
که سړی درې ورځې سګرت دود نه کړي نو سږي آرامیږي او نفس اخیستل اسانه کیږي. په دې وخت کې په بدن کې نیکوتین نه وي د سګرتو پریښودو نښانې لا څرګندیږي. په دغو علایمو کې د سر درد او عضلاتو خسته ګي شامله وي.
انځور: Andrzej Wilusz/Fotolia
د سګرتو تر پریښودو څو میاشتې وروسته
د سګرتو تر پریښودو څو میاشتې وروسته وینه ښه کیږي. د سږو ظرفیت هم لوړیږي. انسان کم ټوخیږي.