1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

نوې څېړنه: ځيني انسانان د کرونا ويروس ډېر نورو ته انتقالوي

۱۳۹۹ خرداد ۱۴, چهارشنبه

دا چې ځيني کسان يو ميکروب د نورو په مقابل کې ډېر ليږدوي يعني ډېر نور کسان ککړوي، دا خبره يو څه عجبه ښکاري خو د يوې وبا سره هدفمنده مبارزه آسانوي. نوې څيړنه ښيي چې کرونا هم «سوپر سپریدر» يا «غوره انتقالونکی» لري

Berliner Nachtleben
انځور: picture-alliance/dpa/S. Kembowski

څومره چې د سارس – کويد- ۲ يا کرونا ويروس له کبله د رامنځته کيدونکې ناروغۍ په اړه ډېرې څېړنې کیږي، په هماغه اندازه یې د خپريدو او انتقال د لارو په اړه هم زيات معلومات ترلاسه کيږي. دا په اصل کې ډيره د خوښې وړ خبره ده ځکه په دې توگه له وبا سره هدفمنده مبارزه کیدلی شي خو په عین وخت کې يو شمير هغه اقدامات په ناڅاپي توگه بې ارزښته او بې نتیجې ښکاري چې د وبا د مخنيوي له پاره په لومړي سر کې پر لار اچول شوي ول.

اړونده بحثونه اوس د «Supperspreader» یا «غوره انتقالونکي» په اړه هم ترسره کیږي.

«غوره انتقالونکی» چا ته ويل کيږي؟

«Supperspreader» يا غوره ليږدونکی د وبا کارپوهان هغه مصاب شوي کس ته وايي چې په ځانگړي ډول ډېر کسان په دې مکروب ککړوي. دغه کس په دې برخه کې هیڅ گرم نه وي. هر مصاب کس په هغه صورت کې چې په يوه نامناسب وخت کې له ډېرو انسانانو سره تماس ولري، کيدای شي غوره ليږدونکی شي.

په دې ترڅ کې وخت يا مهال ويش ډېر پړيکړنده دی ځکه مصاب کس کيدای شي د علايمو تر ښکاريدو د مخه لا ډېر د مکروب انتقالونکی وي. ځکه په دغه پړاو کې په ستوني کې د ويروس مقدار ډېر زیات وي.

خو په دې وخت کې ډېر ککړ کسان هیڅ او يا ډېر خفيف علايم لري او له دې کبله هیڅ نه پوهيږي چې مصاب دي او کولی شي نور پر دې ويروس ککړ کړي.

پر دې سربیره ځيني ځانگړي انسانان د نورو په پرتله ظاهراً ډېر ويروسونه، تر ډېرې مودې خپروي. دا امکان لري د انسان د بدن په دفاعي سيسټم او يا په بدن کې د ويروسونو په ريسيترونو پورې تړاو ولري.

کله چې دا ډول يو غوره ليږدونکې په يو وار له ډېرو انسانانو سره په تماس کې شي نو کولی شي په لنډه موده کې په يوه ډېره محدوده ساحه کې ډېر زيات انسانان ککړ کړي.

د آلمان په گوتنگن ښار کې تر يوه شخصي محفل وروسته ۷۰۰ کسان قرنطين کړل شول ځکه له دوی څخه یې د ډیرو د کرونا معاينه مثبته وه. سړی د جاپان د سيلانيانو د بيړۍ او يا د آلمان د نورد راین ویسفالن ایالت د غوښې د پروسس په ځایونو کې د ډیرو مثبتو پېښو رامنځته کېدنې په دې توگه تشريح کولی شي.

د «ایرو سول» له لارې د کرونا خپريدل

ایرو سول د مایع يا گازو د کوچنيو ذرو محلول ته ويل کيږي چې څاڅکي او يا جامد ذرات هم پکې موجود وي. د غوره ليږدونکو پېښو د څيړونو پر وخت يو څو فکتورونه مشاهده شوي چې ظاهراً د مکروب د چټک خپريدا لامل شوي دي. په اصل کې په بندو ځایونو کې د مکروب د انتقاليدونکې خطر ډېر دی. او څومره چې ډېر انسانان سره پر يوځای راټوليږي، طبعي ده چې د مصاب کیدو خطر هم لوړيږي. خو ولې؟

په دې منځ کې په دې تړاو نښې نښانې مخ پر ډيريدو دي چې د کرونا ويروس نور د څاڅکو د لارې نه انتقاليږي بلکې د ايروسول يا گازو او يا مایع د دغه کوچينو ذرو د محلول لارې خپريږي. ايروسول په تنگو خونو کې چې هوا پکې کمه وي د درنو څاڅکو په پرتله ډېر وخت پاتيدلی شي.

له همدې کبله پر يو ځای د ډيرو خلکو راټوليدل، خبرې کول او يا سندرې ویل د ایروسول له لارې د مکروب د خپريدو لامل گرځي.

تازه معلومات د کرونا په مخنيوي کې څه مرسته کولی شي؟

دا چې په يوه سيمه کې ټولنیز محدوديت څومره قوي بايد اوسي، د نويو پېښو په شمیر پورې اړه لري. په دې ترڅ کې پريکړنده خبره د «آر» فکتور دی، يعني دا چې يو کس څو نور کسان ککړوي.

د سوپر سپريدر يا غوره انتقالونکي په اړه تر اوسه ترلاسه شوي معلومات په دې معنا دي چې ډیرې ککړ کسان ډیر کم کسان ککړولی شي او ځيني وخت يو څو لږ کسان ډېر زيات نور انسانان مصابولی شي. دا په لومړي سر کې يو ښه خبر دی ځکه سړی کولی شي د کرونا څخه د ځان د ساتنې اقدامات په دې توگه په هدفمنده توگه وسنجوي.

د کارپوهانو په حواله په آزاده فضا کې د کرونا ويروس د خپريدو امکان نستباً کم دیانځور: picture-alliance/dpa/J. Chiu

اليکساندر فرويند

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب