د نيجر ولسمشر محمدو ايسوفو د شنبې په ورځ په دې اړه وويل: «موږ ميلمه پاله او سخي خلک يو. موږ به له هغو خلکو هرکلی وکړو چې له ستونزو سره مخ دي، هغه خلک چې په بد وضعيت کې قرار لري.»
ايسوفو دغه خبرې د شنبې په ورځ د آمنه محمد په مشرۍ د ملګرو ملتونو سازمان د يو پلاوي سره تر کتنې وروسته وکړې. ويل شوي چې د دغې غونډې مشري د ملګرو ملتونو د امنيت شورا مرستيالې آمنه محمد کوله.
ولسمشر ايسوفو په دې اړه خبريالانو ته وويل: «يوازينۍ مسئله دا ده چې خلک په نيجر کې د ډير وخت له پاره پاتې نه شي. دا ډیره مهمه ده چې په نيجر کې د ترانزيت بهير ډير چټک ترسره شي... دا يوازيني شرايط دي چې موږ يې غواړو.»
په ليبيا کې د مهاجرو بد وضعيت
ليبيا د هغو مهاجرو له پاره يو مهم هدف دی، کوم چې هڅه کوي ځانونه اروپا ته ورسوي، خو تر څنګ دغه سيمه د ډيرو مهاجرو او بيځايه شويو له پاره خطرناکه هم ده. اختطاف، د غلامۍ زغمل، بنديتوب، په زور پيسې اخيستل او نور د تاوتريخوالي هغه موارد دي چې دلته له ډيرو مهاجرو سره ترسره شوي دي.
د نيجر ولسمشر، اروپايي اتحاديې سره د غيرقانوني مهاجرتونو پر وړاندې مبارزه د «يوې ښې همکارۍ» په توګه ياده کړه، خو زياته يې کړه چې هيواد سره يې د دغې اتحاديې ۱.۹ ميليارده يورو مرستې «ناکافي» دي.
هغه وويل: «زموږ د مرستو اړتيا له پاره دا په سمندر کې د يوه څاڅکې په څير دي.»
محمدو ايسوفو د فرانسې له ولسمشر، امانوئيل ماکرون سره - آرشيفانځور: Getty Images/AFP/J. Demarthon ايسوفو همدا ډول د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالی کمشنرۍ (يو ان اچ سي آر) دفتر له «ښو همکاريو» هم يادونه وکړه. (يو ان اچ سي آر) د ليبيا له کمپونو څخه مهاجر د نيجر پلازميني نيامي ته لیږدوي. ويل کيږي چې د ليبيا په کمپونو کې مهاجر په ډير خراب وضعيت کې ژوند کوي او دوی کوربه هيواد ته د ليږد په هيله د انتظار ژوند تيروي.
د مهاجرو د ليږد بهير دې چټک شي
د (يو ان اچ سي آر) په حواله، هغوی «زيانمونکي» مهاجر دي چې تر ډيره د ليبيا په توقيف ځايونو کې ژوند کوي.
دغې ادارې د جون مياشت په پاې کې د اروپايي اتحاديې پر غړو هيوادونو غږ وکړ چې له نيجر څخه هغو هيوادونو ته چې غواړي د مهاجرو کوربه شي، د ليږد بهير چټک کړي.
دغې ادارې وېلي وو: «دغه افراد بايد له نيجر څخه ولاړ شي» ځکه دوی بايد دلته «د ډيرې اوږدې مودې له پاره» پاتې نه شي. هغه وويل: «په تيرو شپږو مياشتو کې يوازې ۲۰۰ کسان له نيجر څخه وتلي دي، په داسې حال کې چې له ليبيا څخه بيا ۱۲۰۰ کسان رسيدلي دي.»
bh/ck/je/har / م ک ص
زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز رپوټ:
انساني قاچاق وړونکي، افريقايي انجوني او بدلمني
د دویچه ویله دوو خبریالانو جان فلپ شولز او آدریان کریش، په نایجیریا کې د انساني قاچاقبرانو په هکله پلټنې کړي. د قاچاقبرانو د تعقیبولو ترڅ کې د دوی سر تر ایټالیا پورې ورسید، خو د خاموشۍ له یو دیوال سره مخامخ شول. انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholz د دویچه ویله دوو تنو خبریالانو د انساني قاچابرانو پسې د لټون لړۍ له نایجیریا د ایدو ایالت څخه پیل کړ. دوی چې له هر چا سره لیدل د هغه یو نه یو خپلوان به ضرور په اروپا کې وو. په ایټالیا کې د بدلمنه ښځو دری پر څلورمه برخه د دغې سیمې نجوني دي. بې روزگارې له دغې سیمې څخه د مهاجرت اصلي لامل گڼل کیږي.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholz نن بیبینا ایمناها، د څو کلونو راهیسې په ځانگړي توگه ځوانو نجونو ته خبردارې ورکوي چې اروپا ته له سفر کولو څخه ډډه وکړي. ایمناها وایې: «ډیرې نجونې د درواغو ژمنو په جال کې بند پاتې کیږي. دوی ته ویل کیږي چې په کورونو کې به د خدمې یا ورته کارونه کوې، خو کله چې اروپا ته ورسیږي بیا نو دوی درواغ معلوم شي. له همدې امله ډیرې نجوني د مجرمو ډلو لاسو ته ولیږي.»
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholz تر ډیرو هڅو وروسته یو قاچاقبر له دویچه ویله سره خبرو ته راضي شو. هغه وویل چې تر سلو ډیر خلک یې له نایجیریا څخه لیبیا ته رسولي دي. د هغه په خبره د «د ایدو خلک ډیر حریص دي او د ښې راتلونکي له پاره هر څه کولو ته تیار دي.»
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholz دغه قاچاقبر چې ځان اسټیو معرفي کوي وایې چې له نایجیریا څخه تر لیبیا پورې له هر کس څخه ۶۰۰ ایرو اخلي. ډیرې پوهیږي چې له دښتې او صحرا له لارې لیبیا ته رسیدل څومره خطرناک دی. په دې ترڅ کې ډیر شمیر خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholz د «اگادیز» دښته د دویچه ویله د خبریالانو راتلونکې منزل وو. د دوی په خبره دا ډیره خطرناکه سیمه ده. په دې دښته کې دغه خبریالان یوازې د وسله والو محافظینو سره سفر وکولې شو.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholz هره دوشنبه تر لمر ولیدو وروسته د څو لاریو یوه قافله د اگادیز دښتې څخه د شمال پر لور روانیږي. په لیبیا کې د نا کراریو له امله انساني قاچاقبران بې له کوم ممانعت څخه دغه هیواد ته داخلیږي او د مدیترانې ساحل ته ځان رسوي.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholz د مهاجرو شمیر مخ پر ډیریدو دی او نجونې باید کم عمره وي د نایجیریا ډیرې نجونې د فحشا بانډونو په لاسو کې ولیږي. مدني فعاله لیزا بیرتینې وایې: «د شمیرو له مخې په ۲۰۱۴ کال کې تر ۱۰۰۰ ډیرې نایجیریایې نجوني او میرمنې د مدیترانې له لارې ایټالیا ته رسیدلي دي. په ۲۰۱۵ کال کې دا شمیر ۴۰۰۰ ته لوړ شو.» نوموړۍ زیاتوي چې کوښښ کیږي د نجونو عمر کم تر کم وښودل شي.
انځور: DW د نایجیریا د یوه دوست په مرسته دغه دواړه ژورنالستان د ایټالیا په شمال کې یو «مادام» ته ورسیدل. نایجیریا کې دلالې ته مادام ویل کیږي. په ایتالیا کې یوې نایجیریایۍ نجلې وویل: «مادام پر موږ تشدد وکړ او بدلمنې ته یې مجبوره کړو.»
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholz کله چې د دویچه ویله خبریالانو پر مادام د لگول شوو مختلفو تورونو په هکله پوښتنې وکړې، نو هغې ومنله چې په کور کې یې ۶ نجونې موجودې دي. خو دا رد کړه چې دغه نجونې یې بدلمنې ته اړ ایستلي دي.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholz د مونیکا اوشکوی په نوم یوې راحبې په دې برخه کې ایټالوي ادارې په نه پاملرنې تورنوي او انتقاد پرې کوي. نوموړۍ د تیرو ۸ کلونو راهیسې بدلمنۍ ته اړ ایستل شوو نجونو په برخه کې کار کوي. نوموړی زیاتوي چې سړي غواړي په ډیرو کمو پیسو خپل جنسي خواهش پوره کړي، چې دا کار په ایټالیا کې له نایجیریایې ښځو سره د ۱۰ ایرو په بدل کې کولې شي.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholz