1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نيمروز ـ د هوايي بريد د مرګژوبلې په هکله ضدونقيض رپوټونه

۱۳۹۹ دی ۲۱, یکشنبه

د نيمروز په ولايت کې د افغان هوايي ځواک په هوايي بريد کې ملکي تلفات اوښتي دي.‌ دغه خبره چارواکو کړې ده.

Der Hubschrauber MI-17
آرشيف انځورانځور: Getty Images/AFP/A. Quereshi

تر اوسه پورې د قربانيانو دقيق شمېر معلوم دی ځکه چې بېلابېلو چارواکو بېل ارقام وړاندې کړي دي.‌ د ولايتي‌ شورا غړي،‌ باز محمد ناصر، د آلمان خبري اژانس ته ويلي دي چې دغه هوايي بريد د خاشرود په ولسوالۍ کې شوی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۴ تنه پکې وژل شوي دي.‌

ناصر دا هم وويل چې په دغه پېښه کې دوه تنه نور ټپيان شوي دي. خو يوه بل چارواکي، نعمت الله صديقي، بيا ويلي‌ دي چې ۱۴ تنه وژل شوي‌ او يو تن ټپي دي، په داسې حال کې چې د يوې بلې سيمه يزې چارواکې، بي بي خيرالنسا غمۍ په خبره په دغه پېښه کې اته ملکي کسان وژل شوي دي.‌ د صديقي‌‌‌ په خبره افغان هوايي ځواک د دغې ولسوالۍ په دوو سيمو کې د طالبانو لوړپوړي غړي په نخښه کړي ول.

د نيمروز د مرستيال والي، عبدالنبي براهوي، په خبره لا معلومه نه ده چې څو تنو ملکيانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د براهوي په خبره يو کميسيون د ولايتي مرکز څخه يادې ولسوالۍ ته پر لاره دی څو د مرګژوبلې په هکله پلټنه وکړي. د دفاع وزارت په حواله د ملکي مرګژوبلې په هکله رپوټونه تر لاسه شوي چې په هکله به يې پلټنې کيږي.

dpa/ن ص/ا ا