د يتي هوايي شرکت ویاند، سودرشان بارتاولا د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «په دغه الوتکه کې ۶۸ مساپر او څلور خدمه موجود ول... د نجات عملیات په لاره اچول شوي، موږ په سملاسي توګه نه پوهيږي چې څوک به ژغورل شوي وي که نه.»
خو په یو بل تازه رپوټ کې ويل شوي چې په دغه پېښه کې لږ تر لږه ۳۲ کسان مړه شوي دي.
ویاند زیاته کړه چې دغه الوتکه په مرکزي نيپال کې واقع د پوکارا زړې او نوې هوايې اډې ترمنځ سقوط کړی دی.
نيپال: د لوېدلي مسافر وړونکي الوتکي ټوټې وموندل سوې
په ابتدا کې د ګرودت دهکل په نوم یوه ځایي چارواکي وویل چې غورځېدلې الوتکې اور اخیستی او ژغورونکي هڅه کوي چې اور مړ کړي. دهکل زیاته کړه چې په «حاضر وخت کې ټولو موسساتو خپل پام د اور مړ کولو او د مساپرو ژغورنې ته متمرکز کړی دی.»
په کسکي ولسوالۍ کې یوه لوړرتبه چارواکي، تيک بهادر کېسي، وويل چې الوتکه د پوکارا هوايي اډې څخه شاوخوا ۱ اعشاریه ۶ کيلومتره لرې، ستې سیند ته نژدې رالوېدلې ده. هغه وويل چې ژغورونکي د الوتکې شاوخوا ته راټول شوي او د ژغورنې عملیات مخته وړي. هغه وويل تمه ده چې نور مړي هم وموندل شي.
پاکستان: د پوځ يوه الوتکه لوېدلې پکې سپاره ټول کسان وژل شوي
د پېښې په اړه رپوټونه پر له پسې خپرېږي او د تلفاتو ارقام هم د تغیير په حال کې دي. تر اوسه دا هم روښانه نه ده چې دغه الوتکه په څه دليل رالوېدلې ده.
د نيپال د هوايي چلند ادارې په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې په دغې دوه ماشينه ART الوتکه کې د ۶۸ مساپرو له ډلې ۱۵ یې بهرنیان دي. په بهرنیو اتباعو کې ۵ يې د هندوستان، ۴ د روسيې، ۲ د جنوبي کوریا او ۴ نور د څلورو هیوادونو، ایرلند، استرالیا، فرانسې او ارجنټاین څخه دي.
يونان ـ په «خطرناکو موادو»بار الوتکه لوېدلې ده
د نيپال صدراعظم، پوشپا کمل دهال، چې له پېښې وروسته ېې ځان هوايي اډې ته رسولی، وويل چې دغې الوتکې له پلازمېنې کتمندو څخه پوکارا ته پرواز کړی وو. هغه له امنيتي چارواکو او له عامو خلکو څخه د ژغورنې په عملیاتو کې د مرستې غوښتنه کړې ده.
آ/م.ک.ص./م.ن.ص.
پر ورته موضوع له آرشیف څخه انځوریز البوم:
په تیروتنې یا قصدي ډول؛ د مسافر لیږدونکو الوتکو د رانسکوریدو تاریخچه
د سپاه پاسداران د توغندیو دفاعي سیستم په وسیله په «غیرعمدي توګه» د مسافر وړونکې الوتکې د را نسکوریدو په پیښه کې ۱۷۶ تنه ووژل شول. دا لومړی ځل نه دی چې یوه مسافر وړونکې الوتکه د نظامي یا یاغي ځواکونو له خوا په نښه کیږي.
انځور: picture-alliance/dpaبوئینګ ۷۷۷ ډوله مالیزیایي الوتکه په داسې حال کې چې له امستردام څخه د کوالالمپور پر لور روانه وه د اوکراین په سویل ختیځ کې په توغندي وویشتل شوه. د MH17 پرواز ټول مسافر ووژل شول. نړیوال تحقیقات وایي چې توغندې د یوې روسۍ الوتکې وو. اوکراین ادعا کوي چې الوتکه د جدایي غوښتونکو د توغندي په وسیله هدف ګرځول شوی ده. دې قضیي ته د رسیدګي محاکمه به د روان کال په مارچ میاشت کې په هالند هیواد کې پیل شي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Dejongد یوه توغندي د لګیدو له امله یوه تروپولوف ۱۵۴ ډوله الوتکه له تور سمندر څخه د ۱۱ کیلومترو په ارتفاع کې په داسې حال کې چې اوکرايني پوځ د کریمیا په ټاپو کې پر نظامي تمریناتو مشغول وو، را نسکوره شوه. په الوتکه کې سپاره ټول ۷۸ کسان ووژل شول. (په انځور کې: په تور سمندر کې د را نسکورې شوې الوتکې ټوټې)
انځور: picture alliance/dpa/A. Lebedevتوتسي یاغیانو د کانګو جمهوریت په فضایي قلمرو کې د «کانګو ایرویز» شرکت ۷۲۷ ډوله بوئینګ الوتکه را نسکوره کړه. په دې الوتکې ټولو ۴۱ سپرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. (په انځور کې توتسي یاغیان لیدل کیږي.)
انځور: Getty Images/U. Sinaiد ګرجستان یوه مسافر وړونکې الوتکه د هوایي ډګر ځغاستلیکې ته نږدې د توغندیو دفاعي سیستم په وسیله وویشتل شوه. په دې الوتکه کې له ۱۳۲ تنو سپرو څخه یوازې ۲۴ تنه یي ژوندي پاتې شول. له دې پيښې یوه ورځ مخکې یاغیانو د تورې بحیرې دپاسه یوه الوتکه چې ۲۷ کسان په کې وژل شوي وو، را نسکوره کړې وه.
انځور: Getty Images/AFP/V. Shlamovد ایران ایر ۶۷۷ پرواز له تهران څخه د دوبۍ په هدف روان وو چې د فارس خلیج په فضاء کې د امریکا د یو اس اس وینسنس جنګي بیړۍ څخه په توغندي وویشتل شوه. په الوتکه کې ټولو ۲۹۰ تنو سپرو خپل ژوند له لاسه ورکړ. امریکا اعلان وکړ چې پر نوموړۍ مسافر لیږدونکې الوتکه یي د جنګې الوتکې خیال کړی وو او په تیروتنې سره یي هدف ګرځولې ده.
انځور: picture alliance/AP Images/CNNد سویلي کوریا یو ۷۴۷ بوئینګ الوتکه په دې دلیل چې په هغه وخت کې پخواني شوروي اتحاد پر خپل حریم تجاوز وباله، د یوې جټ الوتکې په وسیله د جاپان سمندر د پاسه را نسکوره کړای شوه. په الوتکه کې ټولو ۲۶۹ سپرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
انځور: picture-alliance/dpaد ایټالیي اړوند د مک دانل داګلاس ډي سي-۹ الوتکه د سیسیل په شمال سمندر کې را نسکوره شوه. د الوتکې ټولو ۸۱ سپرو خپل ژوند له لاسه ورکړ. په هغه وخت کې د ناټو له خوا تمرينونه ترسره کیدل. ایټالیوي چارواکو په پیل کې دا یوه حادثه وبلله، خو وروسته بیا د ایټالیا په سویل کې د جنګي الوتکې ټوټې وموندل شوې. اټکل کیږي چې دا الوتکه د فرانسې، لیبیا او امریکایي جيټانو د پوځي تمریتانو په جریان کې په راکیټ لګیدلی وي.
انځور: picture-alliance/dpa