1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

هيلي د واشنګټن په ګوندي مقدماتي ټاکنو کي ترمپ ته ماتې ورکړې

۱۴۰۲ اسفند ۱۴, دوشنبه

نیکي هیلي د امريکا د ولسمشرۍ له پاره د جمهوري غوښتونکو ګوند په داخلي انتخاباتي مبارزه کې له ترمپ څخه د واشنګټن رايي ګټلي دي.

د امریکا متحده ایالاتو  ټاکنو ته نومانده نیکي هیلي
د امریکا متحده ایالاتو ټاکنو ته نومانده نیکي هیليانځور: Scott Eisen/Getty Images

ډونالډ ترمپ په واشنګټن کې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو له پاره د جمهوري غوښتونکو په ګوندي انتخاباتي مبارزه کې خپله لومړۍ ماته تجربه کړل.

د ترمپ سیالې نیکي هیلي، د یکشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د مارچ ۳) د جمهوري غوښتونکي ګوند په داخلي لومړنیو ټاکنو کې وکولی شول چې ۶۲،۹ سلنه رايي خپله کړي، خو پخوانی ولسمشر ترمپ بیا یوازي ۳۳،۲ سلنه رایه ترلاسه کړلې.

دا د ګوند په داخلي ټاکنو کې د هیلي لومړۍ بریا وه او په دې سره یوه سمبولیکه لاسته راوړنه هم بلل کیږي، ځکه چې د جمهوري غوښتونکو ګوند له خوا د امريکا ولسمشرۍ ته د ګوند په داخلي ټاکنو کې د هغې د ګټلو چانس ډېر لږ دی.

دا لومړی ځل نه دی چې جمهوري غوښتونکي په واشنګټن کې د ترمپ مخالفت کوي. په ۲۰۱۶م کال کې هم سره له هغه چې ترمپ په ملي کچه بریالی شوی وو، خو دلته یې یوازي ۱۴ سلنه رایه ترلاسه کړې او هیڅ استازی یې هم نه درلود.

 

د سه شنبې په ورځ، د مارچ پنځمه، چې د "لویې سه شنبې" په نوم یادیږي، د امريکا په ۱۵  ایالتونو کې به ابتدايي ټاکنې وشي. په دې ټاکنو کې به د جمهوري غوښتونکو ۸۷۴ استازي برخه واخلي. د دیموکراتانو ابتدايي ټاکنې به په جون میاشت کې په واشنګټن کې وشي.

 

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب