1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيروسیه

نړيوالې جنايي محکمې پر امریکا او روسیې نيوکه وکړه

محمد کریم صالح | اسوشتید پریس
۱۴۰۳ آذر ۱۳, سه‌شنبه

قاضۍ توموکو اکانه، د نړيوالي جنايي محکمې د ۱۲۴ غړو په کلني کنفرانس کې پرته له دې چې د امریکا متحده ایالاتونو یا روسيې نوم واخلي، د امنيت شورا د دغو دوو دايمي غړو پر فشارونو او ګواښونو نيوکه وکړه.

د هالند په دنهاګ کې د نړېوالې جنايي محکمې ساختمان
نړيوالي جنايي محکمې د دغې محکمې په کلني کنفرانس کې پر روسیې او امریکا متحده ایالاتونو نیوکه وکړه.انځور: Peter Dejong/AP/picture alliance

د نړيوالي جنايي محکمې مشرې، د دوشنبې په ورځ د دغې محکمې په تحقیقاتو کې د روسيې او امریکا متحده ایالاتو پر دخالت نيوکه وکړه او پر دغې محکمې فشارونه ېې «وحشتناک» وبلل.

قاضۍ توموکو اکانه، چې د دغې محکمې مشره هم ده، د دغه نړېوال بنسټ په کلني کنفرانس کې په خپله وینا کې وویل: «محکمه د امنیت شورا د یو بل غړي له خوا په شدیدو اقتصادي تحریمونو ګواښل کيږي، لکه داسې چې دغه محکمه دې یو تروریستي سازمان وي.»

د مېرمن اکانه اشاره، د امریکايي سناتوري ليندسي ګراهام، څرګندونو ته وه چې جمهوري غوښتونکی ګوند به ېې په جنوري میاشتې کې په واشنګټن کې د ګانګریس د دواړو مجلسونو کنټرول په لاس کي واخلي. ګراهام، دغه محکمه «خطرناکه ټوکه» بللې ده.

دغې سناتورې د امریکا متحده ایالاتو د فدرالي حکومت له مقننه قوې غوښتي چې نړېواله جنايي محکمه تحریم کړي.

مېرمن ګراهام، د فاکس نیوز تلویزیون په خپرونه کې وويل: «ټولو ته خطاب – کاناډا، بریتانیا، آلمان، فرانسه – که تاسو غواړی له نړيوالي جنايي محکمې سره مرسته وکړئ، موږ به تاسو تحریم کړو.»

آکانه، وویل دغه ګواښونه د نړيوالي جنايي محکمې «موجودیت» په خطر کې اچوي. هغې په خپلو خبرو کې د روسيې او امریکا متحده ایالاتو نومونه وا نه خيستل، خو د امنيت شورا د دوو دایمي غړو یادونه ېې وکړه.

قاضۍ توموکو اکانه: محکمه د امنیت شورا د یو بل غړي له خوا په شدیدو اقتصادي تحریمونو ګواښل کيږي، داسې لکه دغه محکمه چې یو تروریستي سازمان ويانځور: Yuki Honma/Jiji Press/dpa//picture alliance

«حیاتي وخت» او له محکمې «بې سارې تمې»

د نړېوالې جنايي محکمې کلنی کنفرانس د دوشنبې په ورځ (د دسمبر ۲مه) پيل شو چې پنځه ورځې به ادامه ولري.

د محکمې ارشد څارنوال کریم خان، د کنفرانس په افتتاحیه کې وویل: «که په هر معیار سره ېې وسنجوو، ښکاره ده چې دغه محکمه په یو حیاتي وخت کې قرار لري.»

کریم خان په خپلو خبرو کې وويل: «موږ له بېسارو ننګونو سره مخ يو. موږ د دې شاهدان یو چې د مدني ټولنې قربانیان، ژغورل شوي او په ټوله کې بشريت بې سارې تمې لري.»

کله چې لاهه محکمې د روسيې د ولسمشر ولادیمیر پوتین، د نیولو حکم وکړ، دوې میاشتې وروسته ېې روسيې د نړيوالي جنايي محکمې د څارنوالانو د مشر کریم خان، د نيولو حکم صادر کړ.

د نتنیاهو د نیولو حکم ته د امریکا غبرګون

په جون میاشت کې وروسته له هغې چې کریم خان، د اسرائيل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو، او د اسرائيل د دفاع وزیر یوآو ګالانت، د نیولو وړانديز يې وکړ، د امریکا د استازو مجلس د نړيوالي جنايي محکمې د تحریم له پاره یوه لایحه تصویب کړه.

آکانه وويل: «نړېواله جنايي محکمه د یو لړ حملو په معرض کې واقع شوې ده چې موخه ېې د عدالت د اجرا او د نړيوالو او اساسي حقونو د تحقق له پاره د مشروعیت تضعیفول ده.» هغې د دغې محکمې پر ضد د ګواښ، فشار او تخریبي اقداماتو یادونه وکړه او زیاته ېې کړه چې د دغې محکمې د کارکوونکو د نیولو حکمونه صادر شوي دي.

نړېواله جنايي محکمه په ۲۰۰۲م کال کې تاسیس شوه، ترڅو د جنګي جنایاتو، د بشر ضد جنایتونو، نسل وژنې او د تيري په څېر جنایتونه په داسې حالاتو کې تعقیب کړي چې غړي هېوادونه يې عملي کولو ته حاضر نه وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب