1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړيوال بانک افغانستان ته د ملي دسترخوان مرستو لگښت ورکوي

۱۳۹۹ مرداد ۱۵, چهارشنبه

نړيوال بانک د افغانستان له پاره د کرونا ويروس د اغيزو د کمښت په خاطر د ۳۸۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د مرستو دوې بستې تصويب کړې. په دغو مرستو کي د «ملي دسترخوان» او » اتباعو د ميثاق» لګښت هم شامل دي.

Symbol Geldwäsche USA
انځور: Getty Images

نړيوال بانک په افغانستان کي پر بې وزلو کورنيو باندي د کوويد ۱۹ ناروغي د اغيزو د کمښت او غذايي مصوونيت د ساتلو په هدف د بلاعوضو مالي مرستو د دوو بستو د ورکولو اعلان وکړ.

د دغو مرستو ارزښت ۳۸۰ ميليونه ډالرو ته رسيږي چي د ملي دسترخوان او اتباعو د ميثاق د پروګرامونو له پاره په پام کي نيول سوي.

د ملي دسترخوان پروګرام چي د غذايي مرستو له پاره د افغانستان د حکومت له خوا وړاندي سوي، په دغه ډول برنامو کي د فساد د موجوديت له امله د دغه هيواد د پارلمان له خوا رد سوي دي.

د اتباعو ميثاق داسي يو پروګرام دي چي پکښي زراعتي عاجلي مرستي  او په کلو کي غذايي مصوونيت شامل دي.

نړيوال بانک په افغانستان کي پر بې وزلو کورنيو باندي د بلاعوضو مالي مرستو د دوو بستو د ورکولو اعلان وکړانځور: DW

دغه مالي مرستي به له کوويد ۱۹ څخه اغيزمن سوو کورنيو او د زراعتي محصولاتو څخه د ساتني په هدف پر بزګرانو باندي په مصرف ورسيږي. د نړيوال بانک له دغو مرستو څخه به په ټول افغانستان کي ۲،۹ ميليونه کورنۍ برخمني سي.

د نړيوال بانک د اعلاميې پر اساس ددغو مرستو ۲۸۰ ميليونه ډالر له کرونا څخه اغيزمن سوو کورنيو له پاره په پام کي نيول سوي او ۱۰۰ ميليونه ډالر به  د نورو عاجلو زراعتي او غذايي موادو د پروژو د تمويل له پاره په مصرف ورسيږي.

د مالي مرستو په دغو بستو کي ۱۵۵ ميليونه ډالر د نړيوال پرمختګ د ادارې برخه او ۱۲۵ ميليونه ډالر بيا د افغانستان د بيارغوني د صندوق برخه ده.

د افغانستان له پاره د نړيوال بانک د دفتر رئيس وايي: «د کرونا ويرس د پراخيدو له امله د ميليونو افغانو کورنيو د ژوندانه شرايط سخت زيانمن سوي دي. دغه مالي مرستي به له افغان حکومت سره د ډيريو کورنيو د عاجلو اړتياوو په له منځه وړلو او له بزګرانو سره د غذايي موادو د کرلو او توليد په برخه کي مرسته وکړي.»

په مرستو کې ۱۵۵ ميليونه ډالر د نړيوال پرمختګ د ادارې برخه او ۱۲۵ ميليونه ډالر د افغانستان د بيارغوني د صندوق برخه دهانځور: ullstein bild - Fotoagentur imo

د نوموړي بانک په اعلاميې کي راغلي چي دغه مرستي اقتصادي امکانات لا پسي زياتوي او په ډيريو کلو کي به د خلکو له پاره د کار زمينه برابره کړي.

د نړيوال بانک په اعلاميه کي دې ته اشاره سوې ده چي د کرونا ويروس له امله رامنځته سوو محدوديتونو په کليوالو سيمو کي د زراعت سکتور مختل کړی او افغان بزګران پر دې نه دي توانيدلي چي خپل زراعتي محصولات پر خپل وخت راټول کړي.

په داسي حال کي چي په ښارونو کي د مخ پر کميدو عرضي له امله د غذايي موادو بيې مخ پر لوړيدو دي، له همدې کبله نوموړې موضوع جدي پاملرني ته اړتيا لري.

په پام کي ده چي د نړيوال بانک په ملاتړ پروژې به د کليو جوړولو او پراختيا وزارت، د محلي ارګانونو د مستقلې ادارې او کابل ښاروالۍ له خوا عملي سي.

نړيوال بانک وايي چي ددغي پروژې له لاري به د افغانستان په کلو او بانډو کي پر مختيايي شوراګاني د غذايي او صحي مرستو دغه بستي رانيسي او هغه به پر بې وزلو کورنيو وويشي.