1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړیوال بانک غواړي له افغانستان سره بشري مرستي وکړي

۱۴۰۰ آذر ۹, سه‌شنبه

یوې سرچینې د دوشنبه په ورځ د فرانسې خبري اژانس ته وویل چي نړیوال بانک به د افغانستان د بیارغونې له پاره په نظر کې نیول سوې بودجې څخه افغانستان ته د بشري مرستو د ورکولو له پاره یوه طرحه په نظر کی ونیسي.

Staatliche Verteilung von Brot an die Bevölkerung in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

دغي سرچينې د نورو جزیاتو له وړاندي کولو پرته ویلي چي د نړيوال بانک مدیریت به د سه شنبه په ورځ د مدیره هیئت په یوې غیر رسمي غونډه کي، د افغانستان د بیارغوني یا ای آر تی اف «د لوژیستیکي ظرفيتونو په حضور سره د ملگرو ملتو د سازمان او نورو بشر دوستانه بڼسټونو له هلو ځلو څخه د ملاتړ له پاره د امانت له صندوق څخه د پیسو د دوباره ورکولو په اړه» دغه وړاندیز، تر بحث لاندي ونیسي. 

د ملگرو ملتو سازمان خبرداری ورکړی چي په اگست میاشت کی د طالبانو تر واک اخیستلو وروسته د اقتصادي بحران د اغیزو او د نړیوالي تودوخي په نتیجه کي د وچکالیو له امله شاوخوا ۲۲ میلیون افغانان او یا هم د افغانستان د نفوس له نیمایی څخه زیات به،  د غذایی موادو له سخت کمښت سره مخامخ سي.

 د افغانستان مالي بحران هغه وخت لا پسي پراخ شو، کله چي واشنگټن د دغه هیواد له پولي ذخایرو څخه  شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالر بندي کړې او نړیوال بانک او د پیسو بین المللي صندوق، مالي سرچینو ته د افغانستان لاس رسی په ټپه ودروی.

په افغانستان کي بیوزليانځور: AFP/Getty Images/F. Usyan

د رویترز خبري آژانس د رپوټ له مخي، له دغي طرحي سره د آشنا کسانو په حواله، د نړیوال بانک دا اقدام د هغې روغي جوړي یوه برخه ده چي د ملگرو ملتو له سازمان او د امریکا متحده ایالاتو له حکومت سره رامنځته سوې او کولای سي د افغانستان د بیارغوني له بودجې څخه تر ۵۰۰ میلیون ډالر پوري د بشري مرستو سازمانونو ته انتقال کړي.

ددغي طرحي پر اساس که څه هم د افغانستان د کنگل سوو پیسو یوه برخه ددغه هیواد په اختیار کي ورکول کیږي خو طالبان به دغو مرستو ته لاس رسی ونلري. دغي سرچینې د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چي نور مراحل او د پیسو د ورکولو وخت به د افغانستان د بیا رغوني په صندوق یا ای آر تي اف پوري اړه ولري.

د نوموړي ویبسایت په خبره، دغه صندوق په اوس وخت کي ۳۴ تمویل کوونکي لري او «د افغانستان د پرمختگ له پاره د تمویل تر ټولو لویه سرچینه، د غیر نظامي مالي بودجې د څه د پاسه ۳۰ سلني تأمین کوونکی او د دولت د اصلي وظایفو څخه ملاتړ» کوونکی شمیرل کیږي.

GP/BS/AG