1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په نړۍ کې د کرونا رسمې مثبتې شميرې ۷ ميلیونو ته نژدې شوي

۱۳۹۹ خرداد ۱۸, یکشنبه

د نړۍ په سطحه د کرونا ناروغۍ ثبت شوې مثبتې پيښې ۷ ميليونو ته نژدې شوي دي. د دغې ناروغۍ له کبله د مړه شوو کسانو رسمې شمیر بیا ۴۰۰ زرو ته ځان نژدې کړی. يوه نوې څيړنه ښيي چې د وينې O او A ګروپونه په دغې ناروغۍ کې تاثير لري.

Nicaragua Bufalo Boxen
انځور: Reuters/O. Rivas

د رويټرز خبري آژانس د یکشنبې ورځې (د جون ۷مه) رپوټ په حواله، په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغۍ ثبت شوې مثبتې پيښې یا رسمي شميرې څه باندې ۶ میليون او ۹۰۰ زرو ته رسيدلي دي. د مړو شمیر بيا ۳۹۹ زره او ۲۵ ته رسيدلی دی.

اوس مهال امريکا متحده ایالات، د نړۍ د ۲۱۰ هیوادونو او سيمو په منځ کې د ۱،۹۳۲،۳۶۰ مثبتو پيښو او ۱۰۹،۳۶۰ مړينو په درلودلو، په لومړي ځای کې قرار لري.

تر متحده ايالاتو وروسته برازيل، روسيه او بريتانيا د ډيرو مثبتو پيښو په درلودلو په ترتيب په دوهم، دريم او څلورم ځای کې دي.

افغانستان په دغه نوملړ کې په ۴۱ ځای کې قرار لري. په رپوټ کې ويل شوي چې په افغانستان کې تر اوسه ټولټال د کرونا ناروغۍ ۱۹ زره او ۵۵۱ مثبتې پيښې ثبت شوي او ۳۲۷ تنه مړه شوي دي.

په ورته وخت کې چینايي ډاکترانو په يوې نوې څيړنه کې موندلې چې د وينې ګروپونه هم د کرونا ناروغۍ پر وړاندې مقاومت او برخلاف د ناروغۍ د شدت په ډيريدو کې رول لري.

يوه نوې څيړنه ښيي چې د وينې O او A ګروپونه هم په کرونا ناروغۍ کې خپل تاثير لريانځور: picture-alliance/AP Photo/University of Oxford

د دغې څيړنې مطابق، هغه ناروغان چې د وينې ګروپ يې +A وي د کرونا ناروغۍ پر وخت تر ټولو ډير د تنفسي ستونزې له خطر سره مخ کیږي. برخلاف د کرونا هغه ناروغان چې د وينې ګروپ يې د O له ډول څخه وي، د کرونا ويروس پر وړاندې يې د بدن دفاعي سيستم ډير ښه وي.

چينايي داکترانو تر دې مخکې په خپلو څيړنو کې موندلې وه چې د کرونا ناروغۍ په قربانيانو کې په اوسط ډول د A ګروپ وينې درلودونکي کسان ډير دي. خو د A ګروپ وينې درلودونکي کسان بيا بر خلاف د کرونا پر ځای، د طاعون ناروغۍ پر وړاندې ډير مقاومت لري.

له بل لوري، پوهان له ډير وخت راهيسې په دې نظر دي چې هغه کسان چې د وينې ګروپ يې O دی، ډير لږ په ملاريا ناروغۍ اخته کیږي.

د چيني داکترانو د څيړنې نوي نتايج اوس د ناروې او آلمان د داکترانو د پام وړ هم واقع شوي دي.

آژانسونه/ دويچه ويله فارسي/م.ک.ص/ص.ن

د کرونا ناروغۍ په هکله زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب