1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړېوال بانک: په نړۍ کې به سخته بې وزلي دوام وکړي

۱۴۰۱ مهر ۱۵, جمعه

نړېوال بانک ویلي دي چې د دې امکان شته چې نړۍ دې تر ۲۰۳۰م کاله پورې د بې وزلۍ ختمولو موخې ته ورسیږي. کارپوهان وايي، له یوې خوا کرونا د بې وزلی ضد پرمختګ ټکنی کړی، له بل لوري انفلاسیون او جګړو وضعیت لاپسې کړکیچن کړی دی.

د بې وزلۍ سمبولیک انځور
د بې وزلۍ سمبولیک انځورانځور: Eranga Jayawardena/AP/picture alliance

نړيوال بانک د «بې وزلي او ګډه خوښي» تر سرلیک لاندې یو نوی رپوټ خپور کړی، چې پکې په نړېواله کچه د بې وزلۍ ختمولو په اړه پرمختګونه ارزول شوي.

په رپوټ کې ویل شوي چې کرونا ویروس یو تاریخي بدلون دی چې د بې وزلی ضد د لسیزو هڅې یې په اوبو لاهو کړي.

د نړيوال بانک د رپوټ پر بنسټ، په ۲۰۲۰م کال کې په نړۍ کې تر ۷۱ میلیون ډېرو کسانو د ورځې ۲،۱۵ یا تردې هم کم عاید درلود چې د سختي بې وزلۍ نوی نړېوال معیار دی، خو اوس دا شمېر ۷۱۹ میلیونه ته لوړ شوی دی چې د ټولې نړۍ په کچه ۹.۳ سلنه ښيي.

دا د۳۰ کلونو په لړ کې د بې وزلۍ د یوه کال تر ټولو لوړه کچه ده.

اړوند مطالب: افغانستان کې د لوږې کړکیچ

د نړيوال بانک کارپوهانو ویلي دي چې وضعیت لاهم روښانه نه دی، ځکه په اوکراین کې د روسیې جګړې سربیره په چین کې اقتصادي کمزوري او د خوراکي توکو لوړې بیې راتلونکو پرمختګونو پروړاندې د لا ډېرو خنډونو رامنځته کولو ګواښ ډېروي.

د نړېوال بانک مشر ډیوډ مالپاس وویل، چې رپوټ په تګلارو کې د لاډېر بدلون اړتیاوې په ګوته کړي.

د دغه بانک د وړاندوینې له مخې، په ۲۰۳۰م کال کې به د نړۍ په کچه ۷ سلنه خلک په سخته بې وزلۍ کې ژوند وکړي.

ډيوډ مالپاس وايي، په بنسټیز ډول د بې وزلۍ پرضد پرمختګ، په نړيواله کچه د کمزوري اقتصاد له امله درېدلی.

هغه ویلي: «انفلاسیون، د اسعارو په بیو کې ټيتوالی او پراخ بحرانونو بې وزلي نوره هم ډېره کړې ده.»

په رپوټ کې ویل شوي دي چې په اقتصاد کې په لوړه کچه د نه پرمختګ په صورت کې به په ۲۰۳۰م کال کې د نړۍ په کچه ۵۷۴ میلیونه خلک چې د ټولې نړۍ ۷ سلنه کیږي په سخته بې وزلۍ کې ژوند وکړي.

اقتصاد پوهانو ویلي دي چې د سختي بې وزلۍ ۶۰ سلنه یې ټول د افریقا په صحرا پورې اړه لري.

د ۳۷ هيوادونو ماشومان شاته پاتې شول 

د ملګرو ملتونو ادارې یونیسیف له بې وزلۍ څخه د ماشومانو د ژغورنې، ښوونې او روزنې او د تاوتریخوالي او مرګ څخه د ژغورولو د امکاناتو اروزنه کړې. له دې اروزنې څرګندیږي چې ۳۷ هيوادونه په تېرو دوو لسیزو کې له دغو څو برخو څخه په یوه کې یې په واضح ډول وروسته پاتې دي. چې ناامني، اقتصادي بحران او نیمګړې حکومتوالي یې ستر لاملونه ښودل شوي.

اړوند مطالب: د نړۍ له لسو فقيرو هيوادونو سره د ميليونونو ډالرو مرسته

مالپاس ویلي دي چې د وضعیت د لاخرابېدو څخه د مخنیوي له پاره له دغو هيوادونو سره ډېرو مرستو، د پراخو سبسایډي ختمولو سربیره د لنډمهاله ګټو پرځای اوږدمهاله پراختیا ته پاملرنه اړینه ده.

سره له دې چې رپوټ د کرونا ویروس د بې وزلۍ کمولو له پاره د لسیزو هڅو ته لوی ګوزار بللی او د رپوټ موندنې دا هم ښيي چې په تېرو پنځو کلونو کې اقتصادي وده هم د پام وړ کمه وه.

دغه راز، په بې وزله هيوادونو کې د شتمنو هيوادونو په پرتله لوړ عاید دوه چنده کم شوی چې له دې امله په نړېواله کچه مالي نابرابري نوره هم ډېره شوې ده.

 د نړېوال بانک په رپوټ کې داسې بیلګې هم ورکړل شوي چې په هغې کې دولتي مرستو د بې وزلۍ اغیز کم کړی دی، خو له دې سره سره دا خبره هم شته چې د مخ پر وده هيوادونو هلې ځلې ځکه ناکامیږي، چې هغوی محدودې سرچینې لري.

نړيوال بانک د بېوزلۍ له منځه وړل غواړي

د نړيوال بانک مشر اقتصادپوه اندرمیت ګل ویلي: «راتلونکو لسیزو کې د مخ پر وده هيوادونو له پاره د روغتیا او تعلیم په برخو کې پانګونه خورا اړینه ده.»

په رپوټ کې له شتمنو هيوادونو څخه غوښتل شوي چې هغوی دې د جایدادونو او کاربن په مالیو کې ډېروالی راولي، چې په دې سره پر بې وزلو خلکو د لاډېر فشار پرته حکومتي خزاني ډکیږي.

نړيوال بانک له ۱۹۹۰م کال راهیسې چې کله په نړۍ کې د بې وزلۍ څارل پيل کړي، دا کچه ۳۸ سلنه وه چې په بیا په تدریجې ډول په ۲۰۱۹م کال کې دا کچه ۸،۴ سلنه ته راټېټه شوې.

خو د چهارشنبې په ورځ د نړېوال بانک د خپاره شوي رپوټ پایلې ښيي چې په ۲۰۳۰م کال کې د سختې بې وزلي ختمولو هدف لاهم له لاسرسي څخه بهر دی.

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل