1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړينیجر

نیجر: پوځ د هیواد هوایي قلمرو تړلی دی

۱۴۰۲ مرداد ۱۶, دوشنبه

د نیجر پوځي حکومت ویلي دي چې د «مداخلې خطر» له امله یې د هیواد هوایي حدود تړلي دي. د افریقایي هیوادونو سازمان له خوا ولسمشر بازوم ته د واک بیرته سپارلو یا د پوځي تقابل له پاره د ځان تیارولو ورکړل شوی مهلت پای ته رسیدلی.

Niger, Niamey | Kundgebung von Anhänger der Putschisten
انځور: Mahamadou Hamidou/REUTERS

د لویدیځ افریقایي هیوادونو اقتصادي ټولنې ایکوواس (ECOWAS) غوښتنه کړې وه چې که ولسمشر محمد بازوم خوشې او بیرته پر خپلې دندې ونه گمارل شي، نو کیدای شي دوی پوځي مداخله وکړي. تر دې پریکړې وروسته د نیجر پوځ د هیواد د فضایي قلمرو د تړلو اعلان وکړ.

ایکوواس، یاغي پوځي مشرانو ته تر یکشنبې ورځې پورې وخت ورکړی وو چې پوځي اشغال پای ته ورسوي، خپلو پخوانیو پوستونو ته دې ستانه شي او د بازوم حکومت دې بیرته بحال کړي.

دغه مهلت اوس پای ته رسیدلی دی. بل لور ته پوځي حکومت په پلازمېنه نیامي کې په خپل ملاتړ سترې غونډې جوړې کړي دي.

پوځي حکومت څه وایي؟

پوځي حکومت ویلي دي چې د مداخلې د خطر په پام کې نیولو سره تر راتلونکي امر پورې ټولو الوتکو له پاره د نیجر هوایي قلمرو تړلی دی.

دوی خبرداری ورکړی دی چې د هوایي قلمرو هر ډول سرغړونه به له شدید او بیړني ځواب سره مخامخ شي.

د «هیواد د ساتنې شورا» په نوم پر واک د قبضه کوونکو پوځي جنرالانو شورا ویلي دي چې د منځني افریقا له دوو هیوادونو څخه یې د مداخلې په هکله اشارې ترلاسه کړي دي، خو د دغو هیوادونو نومونه یي نه دي اخیستي.

شورا خبرداری ورکړی دی «په دې کې هر ډول شامل هیواد به د جگړې شریک وبلل شي.»

د ایکوواس مهلت پای

د لویدیځو افریقایي هیوادونو اقتصادي ټولنې د جولای میاشتې پر ۳۰ نېټه ویلي ول چې که پوځي حکومت په یوه اونۍ کې د دوی غوښتنې پوره نه کړې او هیواد بیرته د یوه قانوني نظام پيروې نه سي، نو دوی به پر مداخلې کولو موافقه وکړي.

خو د شنبې په ورځ د جمهوري ریاست د پخواني گارد مشر جنرال عبدالرحمان چهیاني په مشرۍ پوځي حکومت، پر کلیدي دولتي پوستونو د پوځي کسانو په گومارلو سره د خپل واک د لا زیات ټینگولو له پاره خپل اقدامات جاري ساتلي دي.

جهیاني، د اساسي قانون او حکومتي ادارو په منحلولو سره ځان ولسمشر اعلان کړ. چهیاني پخوا د جمهوري ریاست د گارد مشر و، خو نوموړي هغه کس ونیوه او پر وړاندې یې د بغاوت بیرغ پورته کړ، د کوم د ساتنې او حفاظت دنده چې ورته سپارل شوې وه.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب