1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نیمه فاینل ته د مراکش تر ورداخلیدو وروسته خوشالۍ

۱۴۰۱ آذر ۲۰, یکشنبه

په دوحه کي د فوټبال د نړیوال جام په مسابقو کي نیمه فاینل ته د مراکش تر ورداخلیدو او پرتگال باندي تر کامیابه کیدو وروسته د مراکش د فوټبال ټیم د مینه والو خوشالۍ او احساسات له کنټروله وتلي ول.

BdTD | Marokko,  | Fans feiern den Einzug von Marokko ins Fussball WM Halbfinale
انځور: Fadel Senna/AFP/Getty Images

په زرونو کسانو د مراکش په کازابلنکا او نورو ښارونو کي سړکونو او کوڅو ته راووتل او په افتخار او ډیرو احساساتو سره یې د خپل هیواد بیرغ رپاوه. هغوی نارې وهلي: « موږ ماهر او مسلکي یو».
د «اطلس زمریانو» د ټیم دغه بریالیتوب ډیر تاریخي ارزښت لري، ځکه تر اوسه پوري د افریقا د براعظم هيڅ ټیم هم د جهاني جام په مسابقو کي نیمه فاینل ته نه دی راوتلی.
د شمالي افریقا د هیواد دغه ټيم په قطر کي د جهاني جام د مسابقو په جریان کي د نورو ترڅنگ د تیر جام دریم اتل، بلجیم، د فوټبال پخوانی قهرمان، هسپانیا او اوس د پرتگال ټیم د هغه د فوټبال د جهاني ستوري، کریستیانو رونالدو سره وگاټه، چي د ۲۰۱۶ م کال د اروپا د جام قهرمان ټيم هم ؤ.  
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب