نیوزيلند: د خپلو ماشومانو د وژلو له کبله د يوې مور محکوميدل
۱۴۰۴ آذر ۵, چهارشنبه
یوه نیوزیلنډۍ ښځه چې خپل دوه کم عمره کوچنیان یې وژلي او جسدونه یې په بکسونو کې پټ کړي وو، د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د نوومبر ۲۶مه) د عمري بند په سزا محکومه سوه. ددغو دوو کوچنیانو جسدونه په ۲۰۲۲ م کال کې پس له هغه پیدا سول، کله چې یو خالي کور چې پکښي دغه جسدونه کیښودل سوي وو، لیلام ته وړاندې سو.
دغه مور هاکیونگ لی نومیږي او ۴۵ کلنه ده. د نیوزیلنډ تبعه او په جنوبي کوریا کې زیږیدلې ده او د روان کال په لومړیو کې په ۲۰۱۸ م کال کې د خپلو دوو ۶ او ۸ کلن کوچنیانو د قتل په تور محکمه سوه. دغه کوچنیان د سرطان له امله د خپل پلار له مړینې وروسته، ووژل سول.
مور د خپلو کوچنيانو جسدونه په بکسونو کې پټ کړي وو
د محاکمې په ترڅ کې وویل سول چې لي، مخکې له دې چې جسدونه په پلاستیکي خلطو کې وپیچي او په بکسونو کې یې کښیږدي، هغوی ته یې له حده زیاته دوا ورکړې وه. ددغو دوو کوچنیانو جسدونه په ۲۰۲۲ م کال کې د هغې کورنۍ له خوا کشف سول چې په لیلامي کې یې، بې صاحبه (پریښودل سوي) شیان رانیولي وو.
لي، په هغه وخت کې خپل نوم بدل کړی وو او جنوبي کوریا ته تښتیدلې وه، خو د ۲۰۲۲ م کال په وروستیو کې په نیوزیلنډ کې د محاکمې له پاره خپل هیواد ته وسپارل سوه.
د چهارشنبې په ورځ په اوکلینډ کې د هغې د حکم د صادرولو په جریان کې، لي ته د عمري بند سزا واورول سوه چې لږترلږه ۱۷ کاله یې د ضمانت امکان نسته. هغې د حکم د صادرولو پر وخت ځانه ډېر لږ غبرگون وښود.
قاضي حکم وکړ چې لي، له خپل دغه کار څخه چې «یوه اخلاقي تیروتنه» وه، خبره وه. په قتلونو د مور له اعتراف وروسته، محاکمې په دې پورې تړاو درلود چې آیا هغه پوه وه چې دغه عمل یې له اخلاقي پلوه ناسم و، او که څنگه.
هغې دلیل راووړ چې د لیونتوب له امله گناهکاره نه ده.
سره له دې، څارنوالۍ له نیوزیلنډ څخه له تیښتې مخکې د جسدونو د پټولو له پاره د هغې هڅو ته په اشارې سره، دغه ادعا رد کړه او ویې ویل چې هغه پوهیدله چې څه ډول یو عمل ترسره کوي.
قاضی جفری ونینگ د لږې سزا په هکله غوښتنې رد کړې او حکم یې وکړ چې که څه هم لي، د خپل خاوند له مړینې وروسته له خپگان څخه ځوریده، خو پوهیدله چې عمل یې «له اخلاقي پلوه ناسم» دی.
ونینگ وویل:« ښايی ددې زغم دي نه درلود چې کوچنیان درباندې راچاپیر وي او تل خپل خوشحاله ژوند درپه ياد کړي.» هغه امر وکړ چې دا دي د خپل محکومیت دوره د رواني درملنې په یوه مرکز کې پیل کړي او د رواني سلامتیا له تشخیص وروسته دي زندان ته ستنه سي.