د نیوزيلنډ عامو خلکو د یوه حکومتي کمپاین په ترڅ کې تر ۵۰ زره میله ډیرې مختلف ډوله وسلې پولیسو ته سپارلي دي. د دې کمپاین هدف په هیواد د لا زیات امنیت ټینګښټ ښودل شوی دی.
د روان کال په مارچ میاشت کې د کرایسټ چرچ په سیمه کې پر دوو جوماتونو تر ترهګریزو بریدونو وروسته د دغه هیواد لومړۍ وزیرې د پوځي مقاصدو له پاره د کاریدونکو مهماتو په څیر پر وسلو بندیز لګولی وو.
د پولیسو په حواله دغه وسلې ۳۳ زره کسانو سپارلي دي. په دغو وسلو کې ۵۱ زره میله مختلف ډوله توفنګچې او ټوپکې شاملې دي. په داسې حال کې چې کې د یوه بل پروګرام په لړ کې هم ۵۰۰۰ وسلې پولیسو ته تسلیم شوي دي. په دې کې ۲۷۰۰ داسې توفنګچې هم شاملې دي چې درلودونکو یي په کې د خپلې خوښې تغیرات راوستلي دي.
په خپله خوښه یا داوطلبانه ډول د وسلو سپارلو د دغه کمپاین وخت د جمعې(د دسمبر میاشتې ۲۰) په ماښام پای ته ورسید. د چارواکو په خبره د وسلو د سپارل کیدو په اړه ورکړل شوي ارقام تخميني دي او ممکن دغه شمیرې لوړې شي.
د روان کال په مارچ میاشت کې پولیسو د مختلفو چاپو یا پلټونو په ترڅ کې هم تر ۱۸۰۰ میله ډيرې وسلې راټولې کړې وې. همدارنګه د وسلو سوداګرو هم ۱۶۰۰ منع کړای شوي توفنګچې پولیسو ته سپارلې وې.
پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:
د کرایستچرچ له قربانیانو سره د نوي زیلند د خلکو ویر
په کرایستچرچ کې د تیرې جمعې په ورځ پر دوو مسجدونو د برید په پایله کې د وژل شوو۵۰ مسلمانانو د یادون مراسم تر سره شول. په همدې مناسبت د جمعې د ورځې آذان د نوي زیلند د تلویزون له لوري په ژوندۍ بڼه خپور شو. انځور: Getty Images/AFP/W. West نوي زیلنډ د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د مارچ ۲۲مه) د سیمي پر وخت د ماسپښین له یوې بجې او ۳۲ دقیقو څخه تر یوې بجې او ۳۴ دقیقو پورې چوپتیا غوره کړه. د نوي زیلند اوسیدونکو په ټول هیواد کې د دوو دقیقو چوپتیا د تیري اوونۍ د جمعې په ورځ پر دوو مسجدونو باندې د برید په پایله کې د وژل شوو۵۰ مسلمانانو د یادون په موخه تر سره کړه. د دغه هیواد لومړۍ وزیره دغه برید یو ترهګر برید یادوي.
انځور: Getty Images/AFP/W. West د ښارونو په مرکزونو کې ځیني پلي تلونکي کسان ځای پر ځای ودریدل او د قربانیانو په یادون یې چوپتیا غوره کړه. د نوي زیلند ډیرو ښځو له اسلامي ټولنو سره د پیوستون په موخه پړوني پر سر کړي وو.
انځور: Reuters/T. Westbrook په نوي زیلند کې د بیلا بیلو مسجدونو شا او خوا خلک د انساني زنځیر په شکل کې ولاړ ول، څو له له دغه ځایونو له ساتنې او کرایستچرچ د برید له قربانیانو سره پیوستون وښيي.
انځور: Reuters/S. Teodoro د ویر اصلي مراسم او د قربانیانو یادون په النور مسجد کې په آذان سره پیل شول، چې په ژوندۍ بڼه د نوي زیلند له تلویزون او رادیو څخه خپریدل. د نوي زیلند له پنځه میلیونه نفوس څخه پنځوس زره یي مسلمانان دي.
انځور: AFP/M. Melville د نوي زیلند لومړۍ وزیره جاسیندا آردرن (په انځور کې) هم د قربانیانو د یادون د مراسمو ګډون واله وه. هغې هم په دغو مراسمو کې تور پړونی پر سر کړی وو. هغې په دغو مراسمو کې د خپل هیواد مسلمانانو ته وویل: «نوی زیلند له تاسو سره ویر کوي. موږ سره یو، یوو.»
انځور: Reuters/J. Silva جمال فودا (په انځور کې کیڼ لور ته) چې په نوي زیلند کې مسلمان روحاني دی، د دغه هیواد له لومړۍ وزیرې څخه د غمرازي او ملاتړ څرګندونو له کبله مننه وکړه: «ستاسو له خبرو او اوښکو مننه. مننه چې تاسې د یوه ساده پړوني پر سر کولو سره موږ ته درناوی راوبښه.»
انځور: picture-alliance/AP Photo/V. Thian خو فودا په عین حال کې خبرداری ورکړ چې دغه حمله په یوه شپه کې نه ده چمتو شوي. هغه وویل چې د «سپین پوستو د برترۍ» تبعیضي تیوري د ټوله بشریت له پاره یو لوی خطر دی. او دا باید خاتمه پیدا کړي.»
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Baker د کرایستچرچ د قربانیانو یادون تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې تر سره شو، چې په سونه امنیتي ځواکونه په درنو وسلو سمبال ول.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Baker
د نیوزیلنډ د لومړۍ وزیرې اردرن په خبره د دې کمپاین تر پای ته رسیدو وروسته به، په دغه هیواد کې په عام شکل د هیڅ ډول منع کړای شوي وسلې ترلاسه کول ممکن نه وي.
د دغه هیواد د پولیسو مرستیال کمیسار مایک کلیمنټ، په داوطلبانه شکل د وسلو تسلیمونکو کسانو څخه مننه وکړه. د کلیمنټ په خبره د خپلو وسلو سپارل په ظاهره کې یوه ستونزمنه پریکړه ده، خو هغو کسانو چې په دې کمپاین کې برخه اخیستې ده هغوي «یوه مناسبه او بهتره پریکړه» کړې ده.
د پولیسو لوړپوړو چارواکو د لومړۍ وزیرې هغه خبره تائیده کړې ده چې تر دې کمپاین وروسته، نیوزیلنډ لا زیات امن شوی دی.
پر دغه حکومتي پروګرام انتقاد کونکي نیوکه کوي چې خلکو د دې کمپاین په ترڅ کې خپلې غیرقانونې وسلې هم پولیسو ته سپارلي دي. د دوی په خبره ډیر شمیر کسانو د خپلو غیر قانوني فعالیتونو سربیره خپلې وسلې چارواکو ته وسپارلې او په دې شکل یي ځانونه قانون ته له ځواب ورکونې څخه بچ کړل.
آژانسونه/ ش.ن/ا.ا