د نیوزیلنډ حکومت نه یوازې د دغه هیواد په خلکو کې د تمباکو څکونې عادت د ختمولو هڅه کوي، بلکې په مختلفو پړاونو کې د تمباکو د مصنوعاتو پر خرڅلاو د بشپړ بندیز لګولو پریکړه هم عملي کوي.
جرمني: پولیسو په زرهاو الکترونيکي سګریټ ضبط کړي
پر الیکټرانک یا اي سګریټ بلل کیدونکو مصنوعاتو، چې ویپس (vapes) یې هم بولي، د پشپړ بندیز لګولو په اړه د حکومتي پریکړې د اعلان پر مهال د نیوزیلنډ د روغتیا وزیرې عایشه ویرال وویل: «دا پریکړه د هغو ویپس سګریټو په برخه کې صدق کوي، چې تر کارونې وروسته غورځول کیږي او بیترۍ یې نه بدلیږي یا نه ایستل کیږي.»
په نیوزیلنډ کې ډیر شمیر تنکي ځوانان دا ډول الیکټریکي سګریټ څکيانځور: Joel Carrett/AAP/dpa/picture alliance زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ :
زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ :
عایشه ویرال وویل چې په نیوزیلنډ کې «ډیر شمیر تنکي ځوانان دا ډول الیکټریکي سګریټ څکي او له همدې امله حکومت د دې بهیر د مخنیوي له پاره ډیر اقدامات کوي.»
چاپیریال ته د تمباکو د صنعت ویجاړونکي پایلې
نوموړې زیاته کړه چې په راتلونکې کې به د تعلیمي ادارو او د خلکو د راټولیدو عامه ځایونو ته نږدې د اي سګریټو هټیو پرانیستل کیدو ته اجازه نه ورکول کیږي.
د حکومتي تګلارې په اساس په تدریجي ډول به د هر عمر لرونکي کسان د تمباکو د مصنوعاتو له خریدارۍ څخه منع کړای شي.انځور: Getty Images/AFP/Wang Zhao په تدریجي ډول د اقداماتو سختول شپږ میاشتې مخکې د ویلنګټن حکومت اعلان کړی و چې تر ۱۴ کلنې د کم عمر لرونکي تنکي ځوانان د تمباکو د هیڅ ډول مصنوعاتو د پیرلو اجازه نه لري. د دې تګلارې له مخکې به هر کال په دې کې د یوه کال زیاتوالی رامنځته کیږي، حتی تر دې چې د هر عمر لرونکي کسان به د تمباکو د مصنوعاتو له خریدارۍ څخه منع کړای شي.
په نیوزیلنډ کې د تمباکو څکونکو کسانو شمیر په دغه هیواد کې د لویانو د مجموعي نفوس اته سلنې ته را ټیټه شوې ده.
اي سګریټ په ۲۰۰۰ کال کې نړیوال بازار ته را ووت او عامه تصور داسې و چې ګوندې دا له عادي دودیزو سګریټو څخه لږ خطر لري چې د سرطان سبب کیږي.
خو د یوه نوي طبي څیړنې په اساس ویپس هم نشه کوونکی دی او تنکي ځوانان په بدن کې د نیکوټینو د اړتیا پوره کولو له پاره د دودیز سکریټو څکولو ته لیواله کوي.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا
د سګریټ په پریښودو په بدن کې څه پیښیږي؟
د هر سګرټ په څکولو سره د سګرټ څکوونکي بدن ته ۲۰۰ ډوله زهري مواد داخلیږي. دا زهرجن مواد د انسان د بدن د داخلي ارګانونو له پاره خورا خطرناک دي. انځور: Fotolia/Rumkugel ۲۰ دقیقې وروسته له وروستي سګریټ د وینې فشار او د زړه ضربان بیرته عادي حالت ته راځي. په سګرټو کې نیکوتین د سمپاتیک اعصاب هڅوي. دا اعصاب د زړه ضربان او د وینې فشار لوړوي، بدن هڅوي او تیښتې ته یې چمتو کوي.
انځور: Fotolia/Andrei Tsalko د ۱۲ ساعتونو له پاره د سګریټ نه څکول، د وینې کاربن مونو اکساید نورمال ته راټیټیږي. برعکس، د وینې اکسیجن لوړیږي. کاربن مونو اکساید د سګرټ لوګي یوه برخه ده چې د وینې جریان ته ننوځي او د وینې حجرو له خوا د اکسیجن جذب مخه نیسي.
انځور: Fotolia/ Gina Sanders دوې ورځې وروسته له وروستي سګریټ، د خوند او بوی حس وړتیا ښه کیږي، ځکه د سګریټ لوګي دا دوه حواس اغیزمنوي.
د وروستي سګریټ څخه درې ورځې وروسته، سږي آرام کوي او تنفس اسانه کیږي. نیکوتین نور په بدن کې نه وي، نو د سګریټ څکولو نخښې نښانې شدیدې کیږي. په دې نخښو کې د سر درد، د زړه بدوالی، یا د عضلاتو درد شامل دی. د اشتها ناڅاپي زیاتوالی، خپګان او ویره د سګریټ نه څکولو نورې نښې دي.
انځور: Andrzej Wilusz/Fotolia څو میاشتې وروسته له سګریټ نه څکول له وروستي سګریټ څو میاشتې وروسته د وینې جریان ښه کیږي. د اکسیجن جذبولو له پاره د سږو ظرفیت تر ۳۰ سلنه پورې لوړیږي. وچ ټوخی کمیږي.
انځور: Fotolia/Sebastian Kaulitzki یوکال، لس کاله او پينځلس کاله پرته له سګریټ څکلو له سګریټ څکولو څخه یو کال وروسته، د زړه د ناروغۍ خطر تر ۵۰ سلنه کمیږي. لس کاله وروسته، هغوئ چې سګریټ پریښي د سږو د سرطان له امله یې د مړینې احتمال ۵۰ سلنه کم دی. د ۱۵ کلونو وروسته، وروسته له سیګریټ پریښودو د یوه کس د زړه د ناروغۍ احتمال هغه کس سره د پرتلې دی چې ټول عمر یې سیګریټ نه وي څکلی.
انځور: Fotolia/Alexander Raths