1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

نیول شوی بریتانوی په دونیڅک کې مړ شوی

۱۴۰۱ تیر ۲۴, جمعه

په اوکراین کې د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو له لوري نیول شوی بریتانوی په توقیف کې مړ شوی دی. دغه خبر د جمعې په ورځ روسي پلوه بیلتون غوښتونکو ورکړی دی.

Ukraine-Krieg | Donezk Pro-russische Separatisten
روسي پلوه بیلتون غوښتونکي ویلي چې یوري د جولای میاشتې په لسمه نېټه مړ شویانځور: Burak Akbulu/AA/picture alliance

په خپل سر د نومول شوي دونیڅک د خلکو جمهوریت یوې استازې دریا مورڅووا، د تیلګرام په یوه پیغام کې ویلي دي چې دغه نیول شوی کس «د جولای په لسمه نېټه مړ شوی دی.» زیاته شوې ده چې هغه د شکر ناروغي درلوده. دغه بریتانوی وګړی پاول یوري نومیده.

غیر دولتي سازمانونه یورې د بشري فعال په توګه یادوي چې په اوکراین کې یې په داوطلب ډول کار کاوه.

خو د مسکو له ملاتړ څخه برخمن بیلتون غوښتونکي پر دې ټینګار کوي چې یورې یو «مسلکي» سرتیری وو چې د افغانستان، عراق، لیبیا او اوکراین په شخړو کې یې ونډه اخیستې وه.

مورو څووا، ویلي دي چې دغه بریتانوي وګړي د اوکراین په جګړه کې هم برخه اخیستې او په اپریل میاشت کې تر نیول کیدو دمخه یې اجیر عسکر استخدام کړی او روزلي هم دي.

 یورې چې په ۱۹۷۷م کال زیږیدلي وو د هغې د مور لینډا یورې په وینا زوی یې د شکرې ناروغي درلوده او منظم انسولین ته یې اړتیا درلوده. تر دې دمخه نوموړې میرمن ویلي وو چې کورنۍ یې د زوی په هکله «سخته اندیښمنه» ده.

د مورو څووا په خبره نیول شوي بریتانوي ځینې مزمنې ناروغۍ درلودې. زیاته شوې ده چې د ادعا شوې جرم سربیره پاول ته مناسبه طبي مرسته ورکړل شوې.

د پریزایدوم نېټورک، په نوم د مرستندویه سازمان په وینا یورې یو بشري مسلکي سفر کوونکی وو چې په افغانستان کې یې هم اته کاله کار کړی وو.

روسي پلوه بیلتون غوښتونکو یو شمیر بهرني اتباع نیولي دي چې هغوی یې د اجیرو عسکرو په توګه یادوي.

د دغو کسانو په ډله کې بریتانوي اتباع آیدین اسلن او شاون پينر شامل دي چې په جون میاشت کې په دونیڅک کې د بیلتون غوښتونکو له خوا د مرګ په سزا محکوم شوي دي. دغو دوو بریتانوي وګړو ته د اعدام په سزا بریتانيې خپله غوسه څرګنده کړې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب