1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهامریکا متحده ایالات

نیویارک: په يو پارک کې په ډزو ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۴۰۳ مرداد ۸, دوشنبه

د نیویارک ښار په یوه پارک کې پر خلکو ډزي شوي چې يو کس وژل شوی او ۶ نور ټپیان دي. د اسوشتید پریس د رپوټ پر اساس، ډزې د نیویارک د راچستر ښار په ماپل وود پارک کې شوي دي.

د آرشیف انځور - په راچستر کې د جون په ۱۵مه هم ډزو کې د دوو ماشومانو په ګډون ۹ تنه ټپیان شوي ول
د آرشیف انځور - په راچستر کې د جون په ۱۵مه هم ډزو کې د دوو ماشومانو په ګډون ۹ تنه ټپیان شوي ول انځور: Katy Kildee/AP Photo/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو د نیویارک د راچستر ښار د پولیسو مشر ګریګ بيلو، وویل چې دوی د يکشنبې په ورځ مازديګر په شاوخوا ۶ بجې او ۲۰ دقیقې د پېښې ځای مپل وود پارک ته ورسېدل او هلته ډېر خلک ويشتل شوي ول.

د بیلو په وینا په دغو ډزو کې یو ۲۰ کلن ځوان وژل شوي چې هویت ېې نه دی په ډاګه شوی. د پولیسو مشر وويل چې د شپږو ټپيانو له ډلې هم د یوه ژوند په خطر کې دی او پنځه نور برسېرن ټپيان شوي چې هغوی هم روغتون ته انتقال شوي دي.

ګريګ بیلو وویل چې دوی لا هم په دقیقه توګه نه پوهيږي چې په دغو ډزو کې څومره کسان په نخښه شوي، خو تحقیقات روان دي.

زیاته شوې چې تر ډزو وروسته، د نیویارک او راچستر پولیسو په ګډون د ګڼو ادارو پولیس د پېښې ځای ته ځانونه ورسول.

د راچستر پولیسو وويل چې په پارک کې د ډزو پر مهال د خلکو مېله وه. د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي. پولیسو له خلکو غوښتي د حمله کوونکي د ډزو د وخت هر ډول ويډیو وروسره وي دوی ته ېې واستوي.

راچستر د نیویارک یو لوی ښار منهاتن شمال غرب ته په ۵۴۷ کیلومترۍ کې پروت دی.

(AP)mks/nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب