1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«نیکوتین له سږو څخه مغز ته سرطاني حجرې انتقالوي»

۱۳۹۹ خرداد ۲۹, پنجشنبه

یوه نوې څیړنه ښيي چي په تنباکوو کي موجود کیمیاوي مواد، له سږو څخه مغزو ته د سرطاني حجرو له انتقال سره مرسته کوي.

Symbolbild - Rauchen
انځور: picture-alliance/dpa/J. Kalaene

د میدیکال دیلي د رپوټ له مخي، لاس ته راغلي نتایج ښيي چي ښايي، د سږو په سرطان باندي د اخته کسانو ۴۰ سلنه د مغز د متاستاتیک په نامه تومورونو باندي اخته کیږي. دا کار کیدای سي د ناروغ کس د پاته ژوند موده په اوسط ډول تر شپږو میاشتو لږ وخت ته راکمه کړي.

په شمالي کارولین کي د ویک فارست د پوهنځي کارپوهانو د سږو په سرطان باندي ۲۸۱ اخته کسانو حالت تر پلټني لاندي نیولی. د هغو نتایجو وښودله چي د مغز د متاستاتیک تومورونو رامنځته کیدل، د سږو په سرطان باندي د نورو اخته کسانو په پرتله د سګرټ کشو ناروغانو په منځ کي ډیر ول.

نیکوتین پر میکروګلیا باندي چي په مغز کي یو ډول معافیتي حجره ده، د اغیز پروخت، د مغز سرطان رامنځته کوي. پلټونکي دې نتیجې ته رسیدلي چي نیکوتین میکروګلیایی حجرې له M1 شکل څخه چي د تومورونو د له منځه وړو سبب کیږي، یوه بل شکل ته چي M2 نومیږي اړوي چي دا بيا د سرطاني حجرو له پرمختګ سره مرسته کوي.

انځور: picture-alliance/dpa/A. Kryazhev

سربیره پر دې پلټونکي ټیم پر سرطاني حجرو باندي د نیکوتینو د اغیز او یا د هغه د بندولو له پاره یوه لار پیدا کړې. پارتنولید چي یو طبیعي ترکیب دی او په اروپايي بابونه بوټي کي پیدا کیږي، په مغز کي د متاستاتیک تومور د مخنیوي په برخه کي چي د نیکوتینو تر ګواښ لاندی دی، مرسته کوي. د پلټونکو په خبره د درملني دغه لار له میکروګلیا سره مرسته کوي چي خپل اصلي شکل وساتي.

د کارپوهانو په حواله، په اوس وخت کي د مغز د سرطان یوازینۍ درملنه د شعاوو په مرسته ممکنه ده. دا ځکه چي د کیمیاوي درملني دارودرمل نه سي کولای په مغز کي د ويني د فشار په ځای کي د وینو له خنډ څخه تیر سي خو پارتنولید دا ځانګړتیا لري او کولای سي د مغز د متاستاتیک تومور په مخنیوي کي یوه ښه کړنلاره وي.

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب