په افغانستان کې ټولنیزې رسنې؛ ګټورې که زیان لرونکې؟
خلیل الرحمان امید۱۳۹۵ مرداد ۱۰, یکشنبه[No title]
نور مطالب:
انځورونه: د لرګو له راډیو څخه تر انترنتي راډیو پورې سفر
پوره نوي کاله مخکې په آلمان کې لومړۍ راډیو خپل نشرات پیل کړل. د اکتوبر میاشتې پر ۲۸مه نیټه په آلمان کې راډیو ۹۰ کلنه شوه. په دې انځوریز رپوټ کې په دغه هیواد کې د راډیو د ودې بهیر ښول شوی دی.
"دا برلین دی"
اوس هم زړې راډیوګانې د خلکو پام ځان ته را اړوي. د یوه لوی ګوټک په مرسته سړی کولای شي چې د راډیو فریکانسۍ وټاکي. د ګوټک په پېچلو سره یوه سره کرښه د فریکانسۍ پر پاڼه ګرځي. په آلمان کې لومړۍ راډیو د ۱۹۲۳ کال د اکتوبر په ۲۸ نیټه په کار پیل وکړ. د آلمان له راډیو څخه لومړۍ خپره شوې جمله دا وه: «دا برلین دی!»
راډیو خلک سره راټول کړل
د شلمې پیړۍ په پیل کې ډیرو لږو کسانو د راډیو د رانیولو مالي توان لاره له همدې کبله خلکو په ډلیزه ټوګه راډیو اورېده. دغه کار اوس هم ترسره کیږي.
د نازیانو له پاره د تبلیغ یوه وسیله
برلین ۱۹۳۹ کال: په دې انځور کې جوزف ګوبیلز، د هغه وخت د تبلیغاتو وزیر د راډیو ګانو په نندارتون کې د «نویو رسنیو» په اړه معلومات ترلاسه کوي.
ډیره اغیزه لرونکې ډرامه
نازیانو د خپلو جنګي تبلیغاتو په خپرولو سره له راډیو څخه غلته ګټه اخستله. خو په ۱۹۳۸ کال کې سي بي اس امریکايي راډیو یوه راډیویي ډرامه جوړه کړه چې له بلې نړۍ څخه د راغلو موجوداتو او انسانو تر منځ د جګړې په اړه وه. ډیر شمیر کسانو باور کاوه چې دغه یو واقعي حالت دی.
پخوانۍ راډیوګاني
زړو راډیوګانو یو لوی ګوټک، په زړه پورې برقي جوړښت او له لرګي څخه جوړ شوی چوکاټ لاره. اوس هم ځینې زړې راډیوګانې د استفادې وړ دي.
راډیو لرونکی میز
د نولسمي پېړۍ په وروستیو کې د بډایه کورنیو د ناستې په خونه کې داسې میزونه ایښوول کیدل چې په یوه راډیو به سمبال ول.
کامیابه ماډل
فیلیتا د فیلیپس شرکت له خوا یوه جوړه شوې راډیو ده. د دغې راډیو نوی ماډل په ۱۹۴۰ کال کې په فرانسه کې د سوپر جونیور په نوم بازار ته راغی. په دې انځور کې د فیلیتا۲۱۳ ماډل راډیو انځور لیدل کیږي.
ګرځنده راډیو
په شپیتمه میلادي لسیزې کې داسې راډیوګانې جوړي شوې چې په یوه بکس کې د لیږدولو وړ وې. دغه ډول راډ یوګانې په ۱۹۵۷ کال کې په آلمان کې هم رواج شوې.
جیبي راډیوګانې
په ۱۹۵۸ کال کې براون شرکت د «ټي 3» په نوم جیبي راډیوګانې جوړې کړې. هغه وخت دغه رادیوګانې ډیرې معمولې نه وې. هغه وخت د دغو راډیوګانو کارونه له شک او شوق سره مل ول. په دې انځور کې ښول شوي دي چې ۴۳ کاله مخکې جوړه شوې جیبي راډیو د اپل اوسني ای پد ته څومره ورته ده.
په ګرځنده تلیفونونو کې راډیوګاني
اپل د نویو راډیوګانو معرفي کوونکی شرکت وو. په ۲۰۰۳ کال کې یو شمیر راډیوګانو د انترنت له لارې نشرات ورکړل چې سړي کولای شول هغه په موبایل یا هم ای پد کې واوري.
راډیو مرګ نه لري
راډیو اوس هم د معلوماتو د رسولو له پاره تر ټولو ګړندۍ وسیله ده. اوس کیدای شي د راډیو د اوریدو شیوې بدلې شوي وي خو بیا هم ډیر خلک لا د دغې رسنې له لارې معلومات ترلاسه کوي.