1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نېپال کې زلزلې لږ تر لږه ۱۳۲ تنه وژلي

۱۴۰۲ آبان ۱۳, شنبه

د نېپال لويديځ کې د ۵،۶ په شدت يوې زلزلې لږ تر لږه ۱۳۲ تنه وژلي. په تر ټولو اغېزمنو شوو سيمو کې د ځايي چارواکو په خبره له سلو ډېر ټپيان هم ليدل شوي.

Erdbeben in Nepal
انځور: picture alliance/dpa/ZUMA Press Wire

د زلزلې ټکانونه د هند تر پلازمېنې نوي ډيلي پورې محسوسېدل. د نېپال د کورنيو چارو وزارت په حواله لږ تر لږه ۱۳۲ تنه په دغه زلزله کې وژل شوي دي. د پوليسو په خبره امنيتي ځواکونه د خلکو په ژغورلو بوخت دي.

دا چې زلزله په يوه غرنۍ سيمه کې شوې ده، نو د معلوماتو په لاس راوړل هم سخت دي. په انترنت کې خپره شوې يوه ويډيو کې ليدل کيږي چې خلک په تياره کې نور کسان د نړېدلو کورونو له کنډوالو راوباسي. د خټو ډېر کورونه ويجاړ شوي چې ژوندي پاتې کسان اوس تر شنه آسمان لاندې شپې تېروي.

د امريکا متحده آيالاتو د زلزلو د څار ادارې په حواله د رېږدېدنې مرکز د ۱۸ کيلومترو په ژورتيا له جمله ښار څخه ۴۲ کيلومتره لېرې د چين تبت سيمې سره جوخت پروت دی.

د نېپال حکومتي مشر پوشپه کمال د شنبې په ورځ يادې سيمې ته سفر وکړ چې ترمخه يې د ايکس په شبکه کې د »ځاني او مادي خساراتو« له کبله خپل »ژور وير« څرګند کړی و. د هند لومړي وزير نرندرا مودي په نېپال کې د اوښتې مرګژوبلې له امله »ژور خپګان« څرګند کړ او له نېپال سره د پيوستون او مرستې اعلان يې وکړ. 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل