هالبروک په يو ناڅاپي سفر افغانستان ته رسېدلی
۱۳۸۹ آبان ۴, سهشنبههالبروک افغانستان ته د ورتگ دمخه منلي وه چي يو شمير طالب مشران له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو سوي دي.
د جمهور رئيس کرزي د دفتر يوې سرچينې نن د خپل نوم د نه خپرولو په شرط په کابل کي دويچه ويله ته ويلي دي چي نوموړی به له افغان ولسمشر او په افغانستان کي د امريکا له سفر سره وگوري.
ريچارد هالبروک کابل ته په رسيدو يوه نظامي روزنيز مرکز ته ورغلی، چيري چي افغان او بهرني پوځي ماهرين د سرتيرو په روزولو بوخت ول.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د خاص استازي سره د کابل د پوځي روزنيز مرکز د ليدني پر مهال د ناټو له خوا د افغان سرتيرو د روزلو مشر جنرال ويليم بي کادويل هم مل وو.
واشنگټن او د ناټو مقتدر غړي اوس هڅه کوي چي په افغانستان کي د خپلو سرتيرو پر ځاي ډير مسوليتونه کورنيو عسکروته ور په غاړه کړي چي په دې سره به د افغانستان څخه د بهرنيو سرتيرو وتلو ته لاره هواره سي.
ريچارد هالبروک د کابل له پوځي روزنيز مرکز څخه د ليدو پر مهال وويل:
«بې له شکه هغه څه چي موږ يي نن په دغه مرکز کي وينو دا ښيي چي په افغانسان کي د امنيت په برخه کي مهم کارونه روان دي».
ټاکل سوې چي بهرني ځواکونه پس له دي افغان سرتيرو ته د مسوليتونو د سپارلوپه برخه کي جدي دي.
د کابل کنفرانس د پريکړو له مخه په 2014 کال کي به افغان دولت له بهرنيو سرتيرو څخه ټول امنيتي مسوليتونه په خپله غاړه اخلي. هغه څه چي اوس ورته د شک په سترگه کتل کيږي.
ريچارد هالبروک هم ومنله چي د افغان سرتيرو د روزلو لپاره ډير وخت ته اړتيا ده خو دا کار بايد ضرور تر سره سي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل