1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

هالند او دنمارک اوکراین ته اف-۱۶ جنګي جېت ورکوي

۱۴۰۲ مرداد ۲۹, یکشنبه

د هالند صدراعظم د یکشنبې په ورځ د اوکراین ولسمشر ته وويل چې هالند او دنمارک به اوکراین ته اف-۱۶ جنګي جیت الوتکې ورکړي. مارک روته او ولاديمیر زيلنسکي د يکشنبې په ورځ د هالند آیندهوفن ښار په پوځي اډه کې سره وليدل.

د امریکا ساخت اف-۱۶ جنګي جیت الوتکې
د امریکا ساخت اف-۱۶ جنګي جیت الوتکېانځور: Mustafa Ciftci/AA/picture alliance

د اوکراین ولسمشر، ولاديمیر زيلنسکي، د یکشنبې په ورځ (د اګست ۲۰مه) په داسې حال کې هالند یا نيدرليند ته ورسېد، چې دوه ورځې مخکې امریکا متحده ایالاتو وويل چې هالند او دنمارک ته ېې اوکراین ته د اف-۱۶ جنګي جیت الوتکو د استولو صلاحیت ورکړی دی. د دواړو هېوادونو مشرانو د هالند د جنوبي ښار، آيندهوفن، په پوځي اډه کې ولېدل. زيلنسکې تر دې يوه ورځ مخکې په دنمارک کې وو.

ورته نور ولولئ: روسیه: په مسکو کې مو اوکرايني ډرون راغورځولې

د اسوشتيد پریس د رپوټ پر اساس، روته له زیلنسکي سره د کتنې پر مهال وويل چې دغه جنګي الوتکې به د ناڅرګندو شرایطو تر آماده کېدو وروسته اوکراین ته وسپارل شي. دغه اعلان څو دقیقې وروسته له هغې وشو چې روته او زیلنسکي د هالند د یوې هوايي اډې په يوه هنګر کې له دوو پارک شوو خړو اف-۱۶ الوتکو څخه کتنه کوله.

امریکا متحده ایالاتو د جمعې په ورځ هالند او دنمارک ته، اوکراین ته د امریکا ساخت دغو جنګي الوتکو د ليږد صلاحیت ورکړ. د رپوټونو پر اساس، دواړو هېوادونو په وروستیو کې له امریکا، اوکراین ته د اف-۱۶جنګي جيت الوتکو د لیږد غوښتنه کړې وه.

ورته نور ولولئ: آلماني شرکت د لیوپارد۱ ټانک اوکراین ته ورکوي

د ویلو ده چې د اوکراین د جنګي الوتکو پيلوټانو او تخنیکرانو ته هالند او دنمارک هېوادونه روزنې ورکوي.

اسوشتید پریس ليکي چې د اوکراین هوايي ځواک ته د اف-۱۶ جنګي جیت الوتکو له ورکړې سره د امریکا موافقه، له کيف څخه د لويديځ يو لوی ملاتړ دی. وبه ليدل شي چې آيا دغه الوتکې د اوکراین په نژدې یونیم کلنه جګړه کې په سملاسي توګه کوم اغیز لرلی شي او که نه.

 (AP)mks/mns

د وسلو پر موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم وګورئ (23.01.2022):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل