هالند ترکيې ته د پاتريوت توغندي ورلېږي
۱۳۹۱ آذر ۱۸, شنبهاعلان
تر المان وروسته د هالند هیواد هم ترکیې ته د پاتریوت په نامه دوه دفاعي توغندي لیږي. د هالند حکومت دغه تصمیم په هاګ کي نیولی دی. دغه دفاعي سیستم به د سوریې سره په سرحدي سیمه کي ځای پر ځای سي، تر څو د ناټو غړی هيواد ترکیه، د سوریې د ممکنه حملو څخه وساتلای سي. هالند په دې وسیله سره د ناټو غوښتنه ومنله. المان او د امريکا متحده ايالاتو هم په ترکیه کي د پاتریوت په نوم دفاعي توغندي ځای پر ځای کوي.