1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هالند د آسیه بي بي پاکستاني وکیل ته پناه ورکړې

۱۳۹۷ آبان ۱۵, سه‌شنبه

هغه پاکستاني مدافع وکیل چې د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي په جرم د مرګ له ګواښ څخه یې د آسیه بي بي په نوم پاکستانۍ عیسوي میرمن وژغورله، د خپلې خوښې خلاف له پاکستانه ایستل شوي او هالند ته انتقال شوی دی.

Pakistan Anhörung im Fall Asia Bibi
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

د سیف الملوک په نامه یوه پاکستاني وکیل چې د پاکستان په ستره محکمه کې یې د آسیه بي بي دفاع کوله او په پایله کې یې نوموړې عیسوۍ میرمن چې د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي په تور په اعدام محکومه شوې وه، د مرګ له سزا وژغورل شوه. د محکمې دغې پریکړې د پاکستان مذهبي قشر سخت قهرجن کړ او په اعتراضونو یې لاس پورې کړ. 

د پاکستان د سترې محکمې تر دغې پریکړې وروسته د پاکستان د پلازمینې په ګډون په ډيرو سترو ښارونو کې له تاوتریخوالي ډک لاریونه او اعتراضونه وشول. قهرجن اعتراض کوونکي سړکونو ته راووتل، حکومتي او شخصي موټرو ته یې اورونه واچول او د پاکستان ډيري لارې یې د ترافیکو پرمخ تړلې وې. دغه لاریونونه د پاکستان د حکومت او د لاریون کوونکو تر منځ تر یوې موافقې وروسته پای ته ورسیدل.

انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

د یادې عیسوۍ میرمنې پاکستاني وکیل رسنیو ته ویلي چې د محکمې تر پریکړې او د لاریونونو تر راوتلو وروسته یې په اسلام آباد کې د ملګرو ملتونو له چارواکو سره اړیکه ونیوله. دغه پاکستاني د هالند په ډنهاګ ښار کې خبریالانو ته وویل: «بیا وروسته دوی [ملګرو ملتونو] او په اسلام آباد کې د اروپايي ټولنې سفیرانو زه درې ورځي وساتلم. بیا وروسته یې زه زما د خوښې خلاف په الوتکه کې کښینولم.»

نوموړي وکیل همدا راز وویل چې ما ټینګار کاوه چې زه ترهغو پورې چې آسیه له زندانه را بهر نه کړم، هیواد [پاکستان] نه پریږدم. سیف الملوک وویل چې زه خوښ نه یم چې نن دلته بې آسيې یم.

سیف الملوک خبریالانو ته وویل: «ټول په دې باور دي چې زه اصلي هدف وم چې باید وژل شوی وای او دا چې زما ژوند له خطر سره مخامخ وو. درې ورځي دوی ان د دروازې پرانیستلو اجازه رانه کړه.» د هغه په خبره په دې ترڅ کې یوه ورځ د فرانسې سفیر اړیکه ورسره نیولې او ورته ویلي یې ول چې نه غواړي دلته پاته شي.

انځور: picture-alliance/AP Photo/B.K. Bangash

نوموړي وکیل د پاکستان له پریښودو وړاندې د فرانسې خبري آژانس ته ویلي ول چې هغه په اوسنیو شرایطو کې پاکستان ترک کوي، ځکه په دې هیواد کې ورته ژوند نور امکان نه لري. سیف الملوک له اسلام آباد څخه د هالند دنهاګ ښار ته رسیدلی دی. د عیسوي اقلیتونو د بشري حقونو یوه هالندي بنسټ هالند ته د رسیدو په برخه کې له دغه پاکستاني وکیل سره مرسته کړې ده.

د سیف الملوک په خبره تر اوسه پوري لا دا روښانه نه ده چې آیا کوم هیواد آسیې ته د پناه ورکولو وړاندیز کړی او که نه، خو زیاتوي چې هغه په قانوني توګه د دې صلاحیت لري چې آسیې ته یو هیواد انتخاب کړي. نوموړي په دې هکله وویل: «ما د فرانسې له سفیر څخه وپوښتل چې آیا فرانسه به آسیې بي بي ته پناه ورکړي او نوموړي را ته په ځواب کې وویل چې هو که چیرته زموږ څخه قانوني غوښتنه وشي.» هغه زیاتوي چې ما ورته وویل چې زه یې دا دي قانوني غوښتنه کوم.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل