1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

هالند د کرونا ویروس له امله د زرګونو حیواناتو وژنه پيل کړې

۱۳۹۹ خرداد ۱۸, یکشنبه

د نولي یا مینک په یو شمیر فارمونو کې د کرونا ویروس د خپریدو له امله هالنډي ادارې غواړي په زرګونو نولي ووژني. دوی د شنبې په ورځ د دغه هیواد په سویلي ښار دورنه کې د ۱۵۰۰ داسې حیواناتو وژنه پيل کړه.

Nerz Farm in den Niederlanden Coronafall
انځور: Getty Images/Y. Tutov

د فرانسې خبري آژانس دا خبر د هالنډ د خوراکي توکو او وترنرۍ ادارې ویاندې فریدریک هرمي، په حواله ورکړی دی. د حیواناتو د حقونو په چارو کې د داکترانو دوو ډلو د پنجشنبې په ورځ په محکمه کې دعوا وکړه، څو د حیواناتو د وژنې مخه ونیول شي. خو د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د جمعې په ماښام يي دعوا رد شوه.

میرمن هرمي زیاته کړه چې په ۹ نورو فارمونو کې به د ناولیانو یا مینکونو وژنه په راتلونکې اونۍ کې ادامه پيدا کړي. د چارواکو د څرګندونو له مخې دغه حیوانات د کاربن مونواُکساید کیمیاوي موادو په وسیله لمنځه وړل کیږي.

د هالنډ د کرنې وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې تر ۱۰۰۰۰ ډیر نولي په هغو فارمونو کې وژل کیږي، په کوم کې چې د کرونا ویروس موارد ښکاره شوي دي، تر څو د کرونا ویروس د پراخیدو مخه ونیول شي.

انځور: picture-alliance/dpa/P. Pleul

د می په میاشت کې هالنډي ادارو ویلي وو چې د نولیانو د فارمونو دوه کارکوونکي چې پر کووید-۱۹ اخته شوي وو، په قوي احتمال سره د دغو حیواناتو په وسیله پر کرونا ویروس اخته شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د ارزونې له مخې ممکن دا به له حیوان څخه انسان ته د کرونا د نوي ویروس د انتقالیدو لومړۍ پيښه وي.

پر کرونا ویروس د نولیانو د اخته کیدو له امله هالنډي ادارو د دغو فارمونو د حیواناتو له پاره مقررات وضع کړل چې پر بنسټ یي باید ټول دغه فارمونه د کرونا ویروس معاینات پیل کړي. سربیره پر دې د دغو حیواناتو لیږد رالیږد او له هغو فارمونو څخه لیدنه چې کرونا پکې خپره شوې ده منع اعلان شوي دي.

په هالنډ کې د پوست یا پوټکي ترلاسه کولو په مقصد د نولي روزنه یوه شخړیزه موضوع ده. د هیواد سترې محکمې په ۲۰۱۶ م کال کې پریکړه وکړه چې تر ۲۰۲۴ م کال وروسته به په دغه هیواد کې د نولیانو روزنه منع وي.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب