هالنډ کې د اورګاډي د ټکر پېښې مرګ ژوبله اړولې
۱۴۰۲ فروردین ۱۵, سهشنبه![Niederlande l Zugunglück bei Den Haag](https://static.dw.com/image/65222699_800.webp)
اعلان
پېښه د لایډن او هاګ ترمنځ د اورګاډي په مسیر کې رامنځ ته شوې ده چې په هالند کې د اورګاډو یو له مصروفو لیکو شمیرل کیږي. دغه پېښه تیره شپه په ځایي وخت د شپې شا او خوا درې نیمې بجې رامنځ ته شوې ده.
د اطفایې یوه چارواکي له یوې ځایي راډیو سره په خبرو کې ویلي دي چې ۱۹ کسان روغتون ته انتقال شوي دي او په خبره یې د نورو درمنله د پېښې په ځای کې شوې ده. د عیني شاهدانو په خبره مال وړونکی او مسافر وړونکی ریلونه د یوه ساختماني کرین سره جنګیدلي دي.
د اطفایې او ریلونو اړوندې ادارې په وینا مسافر وړونکی اورګاډی له پټلۍ اوښتې او ځیني واګنونه یې چپه شوي دي. زیاته شوې ده چې د دغه پېښې له کبله اوس د هاګ او لایډن ترمنځ د اورګاډو تګ راګ ځنډیدلی دی.