د اونۍ په پای کې د هالند په ارنهم ښار کې د ښي اړخو سخت دریځو له لوري په عام محضر کې د قران شریف سوځولو پلان د قهرجنو اعتراضونو سبب شوی دی، چې له کبه یې د ارنهم ښار پولیس مداخلې ته اړ شوي دي.
د هالندي چارواکو په خبره، په هالند کې د پګیدا ښي اړخې ډلې مشر اډوین واګنزویلد، د شنبې په ورځ د دې هیواد په ارنهم ښار کې د اسلام د سپیڅلي کتاب د سوځولو هڅه کړې ده. د چارواکو په خبره، اعتراض کوونکو د دغه کار د مخنیوي له پاره له تاوتریخوالي کار اخیستی ترڅو د نوموړي په لاس د دغه کار مخه ونیسي.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، د پولیسو تر مداخلې وروسته یو شمیر مظاهره کوونکو بیا د دوی په افسرانو د فشنګونو [اور لوبې وسایل] او ډبرو برید وکړ او زیاتوي چې درې کسان یې نیولي دي. د پولیسو په وینا، د پیګیدا په ډله کې شاوخوا ۱۰ کسانو برخه اخیستې وه.
انځور: Ramon Van Flymen/ANP/AFP/Getty Images د هالند د ارنهم ښار ښاروال احمد مارکوش د پیښې په تړاو وویل چې په هالنډ کې د قرآن کریم سوځول غیر قانوني نه دي او دا چې د پګیدا ډلې اعتراض له وړاندې نه په رسمي ډول ثبت شوی وو او اجازه ورکړل شوې وه.
احمد مارکوش د آې. ان. پي خبري اژانس ته په خبرو کې زیاته کړې: «زه په هغه غم او احساساتو پوهیږم چې د مقدس کتاب سوځول یې سبب کیږي. خو تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی.»
ډوین واګنزویلد تر دې مخکې هم د مسلمانانو د سپکاوي په تور محکوم شوی و. نوموړې تر دې مخکې هم د قران شریف د څیرولو له کبله د ډېرو هیوادونو غوسه را پاروالې وه چې له کبله یې د ترکیې، ایران او پاکستان د چارواکو له خوا دغه کار غندل شوی وو.
پګیډا [Pegida] چې په آلمان کې یې بنسټ ایښودل شوی دی، د غرب د اسلامي کیدو پر ضد د وطن پرسته اروپایانو د آلمانۍ اصطلاح مخفف دی چې غړي یې د بهرنیانو او اسلام پر ضد نظریې لري.
د اندونیزیا په یوه مدرسه کې د اشارو په ژبه د قرانکریم زده کړه
دغه مدرسه د اندونیزیا په یوګیارکارتا ښار کې موقعیت لري. په دې مدرسه کې د قرانکریم درس ورکول کیږي، خو پکښې د تلاوت غږ نه اوریدل کیږي، دا چې ولې؟ د انځورونو په دې کڅوړه کې یې ولولئ. انځور: Juni Kriswanto/AFP/Getty Images دا د کڼو ماشومانو لپاره یوه ځانګړې مدرسه ده، چې شاګردان یې قرانکریم د اشارو په ژبه زده کوي. په دغه مدرسه کې ۱۱۵ کاڼه ماشومان درس وایي او هیله لري، چې قرانکریم د اشارو په ژبه حفظ کړي.
انځور: Juni Kriswanto/AFP/Getty Images د اندونیزیا په مدرسو کې څلور میلیونه ماشومان په اندونیزیا کې په ۲۷ زره مدرسو کې نږدې څلور میلیونه ماشومان په زده کړو بوخت دي.
انځور: Juni Kriswanto/AFP/Getty Images د دې مدرسې بنسټ ایښودنکی ابو کهفي وایي، وروسته له هغې چې اطلاع یې ترلاسه کړه، چې په اندونیزیا کې کاڼه ماشومان د دیني موضوعاتو په اړه مالومات نه لري، د دغه اقدام لپاره لاس په کار شو. په ۲۰۱۹ کې د ۴۸ کلن ابو کهفي اول ځل د څو تنو کاڼو ماشومانو سره دا مدرسه پیل کړه. هغه وخت دی پوه شو، چې دغه ماشومان د اسلام په اړه زیات نه پوهیږي.
انځور: Juni Kriswanto/AFP/Getty Images دا په دې هېواد کې له محدودو مدرسو څخه یوه ده، چې کاڼه مسلمانان کولی شي پکې د قران او دیني موضوعاتو زده کړې وکړي.
انځور: Juni Kriswanto/AFP/Getty Images دا دیني زده کړې د هغو ماشومانو لپاره دي، چې هیڅکله یې د دین او یا قران په اړه څه نه دي زده کړي. ابو کهفي وایي «ډېره سخته ده».
انځور: Juni Kriswanto/AFP/Getty Images د هلکانو له ټولګي څخه سل متره لرې د نجونو ټولګی دی، چې ورته زده کړې پکې دوام لري. په دې مدرسه کې د ۲۰ کلنې لیلا دهیاالحق زده کړه، د هغې د مور او پلار لپاره ویاړ دی. هغه د دغې مدرسې تر ټولو پخوانۍ زده کوونکې ده. هغه وایي: « زه غواړم، چې د مور او پلار سره جنت ته ولاړه شم، نه غواړم دا ځای پریږدم.»
انځور: Juni Kriswanto/AFP/Getty Images په مدرسو کې په عمومي توګه ماشومان متن په لوړ اواز وایي او ایاتونه حفظ کوي، خو هغه ماشومان چې د اوریدلو له نعمت څخه محروم دي، د قرانکریم هره کرښه د لاس په اشارې سره حقظ کوي.
انځور: Juni Kriswanto/AFP/Getty Images د دې مدرسې لګښت د ابوکهفي او نورو مسؤلینو پر غاړه دی، ځکه چې د مدرسې ډیری زده کوونکي د غریبو کورنیو ماشومان دي او نشي کولی، چې د اوسیدو، لباس، کتاب او نور لګښتونو لپاره، چې د میاشتې ۶۸ ډالر کیږي، ورکړي.
انځور: Juni Kriswanto/AFP/Getty Images په دې مدرسه کې ماشومان اسلامي زده کړو او قوانینو سربېره، ریاضي، ساینس او بهرنۍ ژبې هم زده کوي، څو راتلونکي کې لوړې زده کړې وکړي. د دې مدرسې ټولنیزې اغیزې دا دي، چې د دغو ماشومانو ځان او نفس باور، چې مخکې به تل له تبعیض سره مخ وو، زیاتیږي.
انځور: Juni Kriswanto/AFP/Getty Images زین العارفین وایي، ۱۱ کلن زوی یې پر ځان ډېر لږ باور درلود: « هغه پوهیده، چې له نورو سره توپیر لري، خو له هغه وخته چې دلته راغلی دی، هیڅکله د خلکو سره د مخامخ کیدو پر وخت د شرم احساس نه کوي. هغه ما ته وایي، زه خدای داسې پیدا کړم او خپل دا حالت یې منلی دی.»
انځور: Juni Kriswanto/AFP/Getty Images