1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هامبورګ: لسونو زره کسانو د ښي اړخي افراطیت پر ضد مظاهرې وکړې

۱۴۰۳ خرداد ۱۹, شنبه

په لسګونو زره کسانو د المان په هامبورګ ښار کې د ښي اړخي افراطیت پر ضد مظاهرې وکړې. پولیس او د مظاهرو تنظیمونکي د ۲۶ تر ۳۰ زره ګډون کوونکو خبره کوي.

Deutschland I Demonstrationen gegen Rechtsextremismus - Hamburg
آرشیف انځور په المان کې د اطرافیت ضد مظاهرېانځور: dpa/picture alliance

د پلازمېنې برلین په ګډون د المان په مُنشن یا مونیخ، کولن، دریسدن او لابزیک ښارونو کې هم نن شنبه (د جون میاشتې ۸ نیټه) د ښي اړخي افراطیت پر ضد د مظاهرو په لاره اچول کیدو خبر ورکول شوی دی.

په هامبورګ کې د الستر سیند د غاړې په اوږدو کې دغه مظاهرې د تصدیو، اتحادیو او مذهبي ټولنو له خوا را بلل شوي دي.

دغه مظاهرې د اروپايي پارلمان له ټاکنو دوه ورځې مخکې «د ښي ارخي افراطیت مخه ونیسئ- له دیموکراسۍ څخه دفاع وکړئ- رایه ورکړئ» تر شعار لاندې ترسره کیږي.

د کاتولیکي کلیسا د شورا مشر فیهرز، له ایالتي یهودي راهب بیستریتڅکي او د «ناس» په نوم په هامبورګ کې د اسلامي ټولنې د شورا له مرستیال سره په ګډه په سیاسي اختلافاتو کې د تاوتریخوالي د نشتوالي غوښتنه وکړه.

د اروپا انتخاباتو ته په اشارې سره د مظاهرې د پریکړه لیک اعلانونکي وویل:«دا اوس زمونږ په لاس کې ده چې اروپا په کوم طرف وړو. مونږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې دغه لوری باید د پرمختګ، پيوستون او انسانیت وي.»

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

مهاجرت د آلمان د ټاکنو مهمه موضوع

10:36

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل