1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هامبورګ: په يوه ساختماني پېښه کې ۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

۱۴۰۲ آبان ۸, دوشنبه

د آلمان په هامبورګ ښار کې په يوه ساختماني پیښه کې پنځو کارګرو ژوند له لاسه ورکړی دی. په دې ترڅ کې د يو شمير کسانو د ټپي کيدو خبره هم ورکړل شوی.

د آلمان هامبورګ ښار د یوې څنډي انځور
د آلمان هامبورګ ښار د یوې څنډي انځورانځور: Markus Scholz/dpa/picture alliance

د آلمان په هامبورګ ښار کې په يوه ساختماني پیښه کې پنځو کارګرو ژوند له لاسه ورکړی دی. په دې ترڅ کې د يو شمير کسانو د ټپي کيدو خبره هم ورکړل شوی.

د هامبورګ ښار د اور وژنې ادارې ویاند د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۳ کال د اکتوبر۳۰مه) اعلان وکړ چې تر دمګړۍ لږ تر لږه پنځه تنه کارګر په یوه ساختماني پیښه کې مړه شوي دي.

وياند زياته کړه، چې پیښه د يوې خوازې د لفټ له پاره په نظر کې نيول شوې ژورې کندې ته د لويدو له کبله رامنځته شوې ده.

خوازه له اتم پور څخه لومړي پوړ ته لوېدلي ده او يو شمير کسان یې لاندې کړي ول. د اطفایې چارواکو زياته کړې وه چې له همدې کبله هلته د ايسارو کسانو د ژغورنې چارې پيچلي دي.

دا هم لا څرګنده نه ده چې د پېښې په ساحه کې څومره کارګر په کار بوخت ول.

دا پیښه چې د هامبورګ په بندري سيمه کې رامنځته شوې، په اړه يې نن سهار ۹ بجې د اور وژنې ادارې ته خبر ورکړل شوې وو.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب