هامبورگ: په مدیترانه کي د مهاجرو د ژغورلو په خاطر مظاهرې
۱۳۹۷ شهریور ۱۲, دوشنبه
پرون په هامبورگ کي تر لسو زرو اضافه انسانانو په مدیترانه کي بې له خنډه د مهاجرو د ژغورلو او هغوی ته د ډاډمنو لارو د تامینولو په خاطر مظاهرې وکړې.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Scholz
اعلان
د«زې بریوکه» (Seebrücke)په نامه د دغو مظاهرو تنظیمونکي د پولیسو د ارقامو برعکس وايي، چي په هغو کي ۱۶۴۰۰ کسانو برخه اخیستې وه. مظاهرې لومړی د اوبو د بندرونو څخه پیل سوې، چي ورته تقریبأ ۵۰۰۰ کسان ورغلي ول. وروسته پر لاري باندي د ښاروالۍ د مارکيټ او خصوصأ سانت پاولي له ستوډیم سره په زرونو نور کسان له هغوی سره ملگري سول.
د مظاهرې په پای کي د نورو تر څنگ په مالتا کي د لایف لاین((Lifeline په نامه ژغورونکي کښتۍ کپتان کلاوس پیتر رایش خبري وکړې. دغه مظاهرې د ټوله جرمني په سطح مظاهرو یوه برخه وه، چي له ډیرو اوونیو راهیسي جریان لري.
د هامبورگ د کلیسا یوې راهبي، کیرستین فېرس په خپل نوبت سره وویل، چي «موږ بايد دې ته اجازه ورنه کړو، چي مهاجر په اوبو کي ډوب سي او یا تهدید يا ووهل سي. که موږ هغه ته اجازه ورکړو، نو بیا موږ د بربریت پر خوا روان يوو.»
فېرس په مدیترانه کي د ژغورونکو عملیاتو په هکله همدارانگه وویل: «موږ په سمندرونو کي د خطرونو په اړه پوهیږي او سمندري کسانو موږ ته د ډیرو خطرناکو واقعو په باب کیسې کړي دي: د سختي خرابي هوا، طوفانونو، لوړو څپو، خرابو کښتیو، د مهاجرو د سختي بیري او له دې څخه چي خپل مرگ په سترگو ویني. ځکه نو دا د هر سمندري شخص له پاره ناممکنه ده، چي پر دغسي یوه حالت باندي سترگي پټي کړي يا له هغوی څخه تیر او ویې نه ژغوري».
انځور: picture-alliance/dpa/M. Scholz
خو پردې سربیره په مدیترانه کي همدا اوس یوه انساني فاجعه جریان لري. ځکه نو دغي مسلې ته باید یو سیاسي حل پیدا سي، څو ټوله اروپايي هیوادونه مسئولیت پرغاړه واخلي او مهاجر ومني. خو هغه وخت بیا طبعأ نه عملي کیږي، چي که هر هیواد ووايي، «مهمه داده چي زه نه یم پکښې.» ځکه نو دا مهمه ده چي په ټوله جرمني او هامبورگ کي د انسانیت او بشردوستۍ په خاطر عملي اقدام وسي او ځانونه په اصطلاح ښکاره کړو.
هغوی د جرمني په ځینو برخو کي راسیستي مظاهرو ته په کتو سره دا هم وویل چي هیچیري باید دا و نه منل سي، چي انساني کرامت ته بې احترامي وسي او هغه تر پښو لاندي سي، لکه اوس په کیمنیڅ کي.
سږکال د مديترانې سمندرگي له لاري په زرونو مهاجر اروپا ته رسيدلي. زيات مهاجر د کښتيو د ډوبيده په پيښو کي مړه شوي هم دي. خو لا هم دغه لړۍ ادامه لري. انځوريز راپور.
انځور: Reuters/D. Michalakis
د تيرو دوه کلونو مجموعي ارقام
په ۲۰۱۶م کال کې ټولټال ۳۶۲۷۵۳ او د ملګرو ملتونو د تازه خپاره شويو ارقامو له مخې په ۲۰۱۷م کال کې۵۵۳۷۴ تنه مهاجر د مديترانې سمندرګې له لارې اروپا ته رسيدلي دي.
انځور: Reuters/D. Zammit Lupi
د مړو شمير
په ۲۰۱۶م کال کې په مديترانه سمندرګې کې شاوخوا ۴۵۰۰ مهاجر مړه یا لادرکه شول. د ۲۰۱۷م کال د می مياشتې تر ۱۹مې نيټې پوري بيا ۱۳۶۴ رسيدلې ده.
انځور: Reuters/Y. Behrakis
اروپا ته د تلو په تمه ناست مهاجر
دمګړۍ په ليبيا کې له ۸۰۰۰۰۰ تر ۱ميليون پورې مهاجر په دې تمه پراته دي چې د سمندر له لارې به اروپا ته ځي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Fernandez
په ليبيا کې تم مهاجر څوک دي
په ليبيا کې اروپا ته د تلو په تمه ناستو خلکو ډیری يې د هغو هيوادونو اوسيدونکي دي چې د افريقا د صحرا په سويل کې پراته دي.
انځور: Getty Images/AFP/M. El Shahed
د هر ډول خطر منل
مهاجر اروپا ته د رسيدلو له پاره د مرگ تر حده خطر پر ځان مني.
انځور: Reuters/D. Zammit Lupi
تر ټولو سخت حالت
که څه هم په بادي کښتيو کې د سمندر د اوږده سفر هره شيبه خطرناکه وي، خو تر ټولو سخت او ناهيلې کوونکی حالت هغه وي چې بادي کښتۍ له کاره ولويږي.