اعتراض کوونکو دا دلیل راوړه چې نوموړی قانون هغه آزادۍ نقض کوي چې په ۱۹۹۷ کال کې د بریتانیې له خوا چین ته د هانگ کانگ د بیرته ورگرځولو پروخت تضمین سوي وې. چین بيا وروسته دغه قانون تصویب کړ.
په هانگ کانگ کي آرامي نه ترسترگو کيږي.
د چين تر اغيزي لاندي خودمختاره هانگ کانگ پر سړکونو گډوډي. د ديموکراتانو او پوليسو ترمنځ د زورزياتيو ترڅنگ، د يکشنبې په ورځ د حکومت پر مخالفينو باندي، د ماسک لرونکو کسانو له خوا هم بريد سوی دی.
انځور: Reuters/T. Siu
له نښتو سره ملگرې، ډله ايزي مظاهرې
پر سړکونو باندي نښتې، د الارم ږغونه او ټپيان: له جون راهيسي تر درو لاريونونو وروسته، په هانگ کانگ کي يو وار بيا د مظاهره کوونکو او پوليسو ترمنځ نښتي رامنځته سوي. د تنظيم کوونکو په حواله د يکشنبې په ورځ، تر نښتو مخکي، ۴۳۰ زره انسانانو د منتقدينو د سپارلو په هکله قانون چي په دې ترڅ کي بيرته تعديل سوي، او د چين د مخ پر زياتيدونکي اغيز پر ضد سړکونو ته راووتلي وو.
انځور: picture-alliance/AP Photo/Lo Kwanho
اوښکي بهوونکی گاز او ربړي مرمۍ
امنيتي ځواکونو د مظاهره کوونکو پر وړاندي له اوښکي بهوونکي گاز او ربړي مرميو څخه کار واخيست. هغوی د منتقدينو د بيرته سپارلو د قانون د لغو کيدو تر څنگ، د مشرتابه له خوا په مظاهرو کي، د پوليسو د تشدد په هکله د يوې خپلواکي پلټني غوښتنه کوله. تنظيم کوونکو همدارنگه انتقاد کاوه چي پوليسو دا ځل، يوازي پر يوې لنډې لار باندي چي د ښار گڼ ميشته سيمي ته رسيده، د مظاهرو اجازه ورکړې وه.
انځور: Reuters/T. Siu
پيکنگ تر هدف لاندي
دا لومړی وار وو چي مظاهره کوونکو نه يوازي د هانگ کانگ د حکومت په وړاندي خپله غوسه ښووله، بلکي په مستقيم ډول د چين د مشرتابه پر ضد هم. په سونو کسانو تر مظاهرو وروسته، د چين ارتباطي ادارې ته مخه کړه او هغه يي په هگيو او تور رنگ ويشتله.
انځور: AFP/P. Fong
چينايي بريدگرې ډلې؟
يوازي پوليسو د مظاهره کوونکو پر وړاندي له تشدد څخه کارنه دی اخيستی. د ريلگاډو په يوه تمځای کي نارينه وو د حکومت هغه منتقدين چي سپين کميسونه يي اغوستي ول، په سوټو او فلزي ميلو بيرول. منتقدين پر پوليسو تور لگوي چي ډير ناوخته يي مداخله وکړه. په دغو نښتو کي زخمي سوي وکيل، لام چيوک ددغو بريدونو مسئوليت پر چينايي جنايي ډلو اچوي.
انځور: AFP/L. Chor
د ديموکراسۍ پاڅون سمبول
لکه څرنگه چي د يکشنبې د ورځي په دغه انځور کي چي د حکومت د منتقدينو او پوليسو ترمنځ تشدد ښيي، په هانگ کانک کي، په رسنيو کي نومول سوي، د »چترونو تر انقلاب« پنځه کاله وروسته هم، د باران چترۍ د ديموکراسي د پاڅون يو سمبول شميرل کيږي. مظاهره کوونکي له دغو چتريو څخه د لمر، باران، مرچ لرونکې سپرې او اوښکي بهوونکي گاز څخه د ځان ساتلو له پاره کار اخلي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Lo
مخالفين هم خپل دريځ ښيي
د لا نوري ديموکراسۍ له پاره د مظاهره کوونکو ترڅنگ، په دې ترڅ کي په هانگ کانگ کي هم د »کاري لام« په مشرتوب، شخړه ايز حکومت پرضد خلک سړکونو ته راوزي. د شنبه په ورځ د چين د پلويانو په مظاهرو کي څه د پاسه ۱۰۰ زره کسانو د نورو ترڅنگ، له پوليسو سره د يووالي له پاره مظاهرې وکړې. هانگ کانگ له ۱۹۹۷م کال راهيسي د يوې خود مختاري سيمي په توگه د چين تر اغيزي لاندي دي.