1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهایتی

هايټي: لومړي وزير د استعفا ورکړې ته غاړه ايښې ده

۱۴۰۲ اسفند ۲۲, سه‌شنبه

د هايټي لومړي وزير ويلي دي چې د انتقالي صدارتي شورا تر جوړيدو او د يوه موقت لومړي وزير تر نومول کیدو وروسته به له دندې ګوښه شي. دی له ۲۰۲۱م کال کې راهېسې د پخواني ولسمشر تر قتل وروسته بې له انتخاباتو پر دې څوکۍ ناست دی.

د هايټي لومړی وزير ارييل هینري
د هايټي لومړی وزير ارييل هینريانځور: Andrew Kasuku/AP Photo/picture alliance

د کاريبک ټولنې مشر د دوشنبې په ورځ ويلي دي چې د هایټي لومړی وزير ارييل هينري، د کاريبک په دغه هېواد کې د تاوتريخوالي پراخیدو له کبله له دندې څخه پر ګوښه کيدو سلا شوی دی.

هينري ويلي دي چې هغه به د انتقالي صدارتي شورا تر جوړيدو او د يوه لومړي وزير تر نومول کېدو وروسته خپله څوکۍ پريږدي. نوموړی له ۲۰۲۱م کال کې د پخواني ولسمشر جېوينل مويس، تر قتل کیدو راهېسې پرته له انتخاباتو پر دې څوکۍ ناست دی.

د کاريبک ټولنې مشر عرقان علي، چې  ګويانا هېواد ولسمشر هم دی، په دې اړه وويل: «موږ د انتقالي ولسمشريزې شورا د جوړېدو او د يوه موقت لومړی وزير تر نومولو وروسته د هغه استعفا تائيدوو.» علي هایټي ته د هغه د خدماتو له کبله له هينري څخه مننه وکړه.

عرفان علي، وويل چې يوه اوه کسیزه صدارتي شورا به د ټاکنو له پاره د لارې د هواري په موخه جوړه شي چې هغه به بيا يو موقت لومړی وزير هم اعلان کړي.

هينري دمګړۍ د امريکا متحده ایالاتو په قلمرو پورتو ریکو کې بند پاته دی. هغه تېره اونۍ کينيا ته سفر کړی څو په خپل هېواد کې د ملګرو ملتونو له ملاتړه برخمن پوليسي ځواک ځای پر ځای کولو له وړاندیز څخه ملاتړ وکړي.

د « Caricom» ټولنې د هايټي پر بحران بيړنۍ نړيواله غونډه وکړه

د کاریبک د سيمه ایزې ټولنې غړيو چې د Caricom ټولنې په نامه هم ياديږي، په جمايکا کې د دوشنبې په ورځ د هايټي د بحران په تړاو بيړنۍ غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د کاناډا، فرانسې او ملګرو ملتونو استازو او همدا راز د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن، ګډون کړی وو.

د کاريبک ټولنې په هايټي کې د څو میاشتو مظاهرو له کبله چې د لومړي وزير هینري ارييل د استعفا غوښتنه یې کوله، د يوه انتقالي حکومت پر رامنځته کولو ټینګار وکړ. 

د ګويانا ولسمشر عرفان علي، چې د Caricom ټولنې اوسنی مشر هم دی، خبرداری ورکړ چې په هايټي کې د ثبات او نورمال حالت» ته د ورګرځيدو پر روانو خبرو سربیره د هایټي ځيني ډلې «هلته نه دي چېرې چې بايد واوسي.»

د کاريبک له مشرانو سره تر ليدنې کتنې وروسته بلينکن د يوه څو مليتي ځواک د رامنځته کولو په موخه چې په هايټي کې له تشدد څخه د ډک بحران مخنيوي وکړي، د سل ميليونو ډالرو مرسته اعلان کړه. نوموړي همدا راز ۳۳ میليونه ډالر اضافي پېسې د بشري مرستو په موخه اعلان کړې.

وضعيت څرنګه خراب شو؟

په هايټي کې تاوتريخوالي تر هغه وروسته پراخ شو چې وسله والو بانډونو چې پوليسو ورسره جګړه کوله، د لومړي وزير هینري ارييل له دندې څخه د ګوښه کیدو غوښتنه وکړه.

دغو بانفوذه جنايي ډلو له اوږدې مودې راهېسې د پلازمينې پورتو پرنس ډېرې برخې نیولي دي.

په هايټي کې د بيړني وضعيت قوانين تر يوې میاشتې پورې غځول شويانځور: Odelyn Joseph/AP Photo/picture alliance

خو هينري د ټاکنو غوښتنه له پامه غورځوله او ويل یې چې د هېواد امنيتي وضعيت د دې اجازه نه ورکوي.

تېره اونۍ په دغه هېواد کې تاوتريخوالي هغه وخت زور واخیست چې د هينري ارييل په غير حاضرۍ کې د يوه بانفوذه بانډ مشر يوه مطبوعاتي غونډه را وبلله او ویې ويل چې هغه د حکومت د را پرځولو هڅه کوي.

د هايټي حکومت د بيړني وضعيت او شپې له خوا ګرځبندیز تر يوې میاشتې پورې غځولی دی څو په پلازمينه کې د بانډونو  تشدد ته د پای ټکی کيښودل شي.

په دې منځ کېامريکا له هایټي څخه خپل اضافي دیپلوماتیک پرسونل ايستلي دي. اروپايي ټولنې هم ويلي ول چې خپل د سفارت پرسونل یې دومنيکا جمهوريت ته انتقال کړي دي. آلمان د يوې اعلامیې په جاري کولو سره ويلي چې سفير یې «په هايټي کې د ترنګلي امنيتي وضعيت» له کبله له دغه هېواد څخه وتلی دی.

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AFP, AP)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب