1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

هراتي ځوانانو د مصنوعي تنفس ابتدایي دستګاه جوړه کړې ده

۱۳۹۹ فروردین ۱۳, چهارشنبه

په هرات کې د کرونا ویروس خپریدل د دې سبب شول، څو یو شمیر فعاله ځوانان د مصنوعي تنفس ابتدایي دستګاه پر جوړولو باندې کار پیل کړي. هغوی هیله من دي چې دغه آله به د روغتیایي چارواکو تر تائيد وروسته په دې برخه کې تشته ډکه کړي.

Aafghanistan | Provinz Herat | Atemgerät
انځور: DW/S. Tanha

د کرونا ویروس خپریدل او د هرات ولایت په صحي مرکزونو کې د مصنوعي تنفس یا وینتلاتور، دستګاوو کمښت د دې سبب شو چې یو شمیر ځوانان د مصنوعي تنفس د دستګاه په جوړولو لاس پوري کړی.

د دغه ټیم مشر محمد احسان حدید، وایي چې د مصنوعي تنفس لومړنۍ دستګاه کولی شي په کرونا ویروس د اخته کسانو ستونزې تر یوه حده له منځه یوسي.

په افغانستان کې د کرونا له څه کم دوو سوو مثبتو پيښو څخه یې ۱۳۱ په هرات ولایت کې ثبت شوي دي. هره ورځ په زرونو مهاجر له ایران څخه هرات ته راځي. ایران د هغو کتارونو په ډله کې دی چې کرونا سخت ځپلی دی.

د کرونا ویروس د انسان تنفسي سیستم هدف ګرځوي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې روغتونونه بیا په کافي اندازه د مصنوعي تنفس دستګاوو ته اړتیا لري.

په هرات کې یو شمیر ځوانان د مصنوعي تنفس دستګاه د جوړولو په حال کې انځور: DW/S. Tanha

د هرات ولایت د عامې روغتیا ادارې د مطبوعاتو مسول ډاکټر نذیز احمد دهګان، وایي چې د هرات په حوزوي روغتون کې د کووید ۱۹ په ناروغۍ د اخته کسانو په نسبت د وېنتلاتور دستګاوو شمیر ډیر کم دی.

د هغه په خبره اوس د هرات په حوزوي روغتون کې د مصنوعي تنفس اته دستګاوې موجودې دي، په داسې حال چې په کرونا ویروس اخته کسانو ته د رسیدګۍ له پاره ۸۰ وېنتلاتور دستګاوو ته اړتیا ده.

د هراتي ځوانانو ډله هیله منده ده چې که چیرې د مصنوعي تنفس لومړنۍ دستګاه تر ازمېښت وروسته د استفادې اجازه ترلاسه کړي، نو تر یوه حده به دغه ستونزې راکمې کړي.

د دغې ډلې یو بل غړی نصیر احمد نظامي، له دولت څخه غواړي چې د امکاناتو په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي، څو وکولای شي په دغه ولایت کې زیاتې دستګاوې جوړې کړی شي.

په هرات کې د کرونا ویروس د کووید-۱۹ ناروغانو له پاره د مصنوعي تنفس ابتدایي دستګاهانځور: DW/S. Tanha

په هرات ولایت کې د عامې روغتیا یو بل ډاکټر حامد رهین، د هراتي ځوانانو له خوا د مصنوعي تنفس دستګاه جوړولو پریکړه ستایي. خو هغه وایي چې تر هغه وخته چې د عامې روغتیا وزارت د متخصصینو او د روغتیا د نړیوال سازمان د استازو له خوا د دغه دستګاه د کار ډول او د جوړیدو سیستم د تائید وړ ونه ګرځي، جوړونکو ته به یې د فعالیت اجازه ور نه کړل شي.

د دغې دستګاه د جوړونکو د ټیم یو بل غړی احمد فیروز، وایي: «دا د کار پېل دی» او هڅه کوي چې دغه څه ته نور هم وده ورکړي، څو لازمه اړتیا پوره کړی شي.

شعیب تنها شکران/ هرات

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب