1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روزنه

هرات:په وړیا ډول د الکترونیکي زده کړو طرحه جوړه سوې

۱۳۹۹ فروردین ۳۱, یکشنبه

په هرات کي د انټرنیټ یوه خدماتي شرکت داسي یوه طرحه جوړه کړې چي له مخي یې زده کونکي او محصلین کولای سي په الکترونیکي ډول وړیا زده کړي وکړي. په دې طرحه کي ټوله تدریسي مواد په یوه ویب سایټ کي ایښودل سوي دي.

Afghanistan Code To Inspire Fereshteh Forough
په هرات کې افغان محصلينې (د آرشيف انځور)انځور: Codetoinspire.org

د دې لاري زده کونکي په وړیا ډول او انلاین شکل زده کړه کولاې شې او انټرنیټ د (رها) نیټ په نوم یو خدماتي شرکت وړیا وړاندي کوي.

په هیواد کي د کرونا ویروس د خپریدو سره د زده کړو بهیر ټکنی شوې، اوس یوشمیر کمپنۍ هڅه کوي چې په الکترونیکي ډول که څه هم ټولو ته نه خو د یو تعداد کسانو ته د تعلیم زمینه برابره کړي.

په هرات کي د (رها) نیټ په نوم د انټرنیټي خدمتونو د یوه شرکت مسؤل سعید آرمان وايي، داسي یوه طرحه یې په کار اچولې چي پراساس یې زده کونکي او د پوهنتون محلصلین په آنلاین ډول کولاې سي خپلې زده کړي تعقیب کړي.

آرمان همداراز وايي، هرهغه څوک چي له دې طرحې څخه ګټه اخلې دوی ورته په وړیا ډول د انټرنیټ خدمات وړاندي کوي.

(زموږ پلان دا دی چې دا طرحه د اوس لپاره د هغه ولایتونو په خدمت کي ورکړو چي موږ هلته خدمات لرو لکه کابل، مزار شریف هرات او بادغیس او هڅه مو داده چي ډیر ژر د مخابراتي شبکو له لاري دا سایټ په ټولو برخو کي اضافه کړو.هغه وړیا دی او هرڅوک د دې سایټ څخه زده کړه کولای سي)

دا طرحه تر ډیره حده پوري د هرات د پوهني د ریاست له تاوده هر کلي سره مخامخ سوې ده. د هرات د معارف ریس ذکریا رحیمي وايي، د ټلویزیونو ترڅنګ دا طرحه په کار اچول کیږي ترڅو د زده کړو بهیر تر یو حده پوري را ژوندی سي.

د هرات د پوهنتون ودانۍ انځور: DW/H. Hashimi

(موږ ټول تدریسي کلیپونه ثبت کړي هغه د همدې شبکي له لاري د ټولو زده کونکو په اختیار کي ایښوول کیږې. هغوی کولای سي ډانلوډ یې کړي او په هر وخت کي ورڅخه استفاده وکړي چي دا ډیر ګټور ګام دی)

د بلي خواه په هرات کي د خصوصي ښوونځیو استازی عبدالقادر یاسین زاده وايي:

(دا یوه ښه او جامعه طرحه ده. ممکن د کرونا ناروغۍ وغځول سي او حتی ځیني وختونه په ژمي کي موږ مجبوره یوو چې د زده کړو بهیر وغځوو امکانات هم دومره نسته چي په ژمی کي تدریس ورکول سي. د همدې طرحي څخه ګټل اخیستل مو زده کونکي او محصلین د زده کړو څخه شا ته نه اچوي)

بلخوا د هرات د مخابراتو ریس عاشق الهه علیزی له دې طرحې څخه د ملاتړ تر څنګ وايي، دا یوه مناسبه طرحه ده ترڅو د شاګردانو او محصلینو زده کړي شا ته ونه لویږې او که دا طرحه ښه نتیجه ورکړې په دولتي ادارو کي به هم ترې ګټه واخیستل سې.

(زموږ هدف دا دی چې دا طرحه وغځوو د اوس لپاره یو ویب سایټ دی خو ډیر ژر به په یوه ډیټا سنټر بدل سې او د ټولو مخابراتي شبکو او انټرنیټي شرکتونو له لاري به دا اجرا سي چې په دې کار سره موږ یو اساسي قدم اخلو)

هیره دي نه وي که څه هم د هیواد د پوهني وزارت له دې مخکي د خصوصي او دولتي ټلویزیونو له لارې د زده کونکو د زده کړو بهیر په یوشمیر ولایتونو په خاص ډول هرات کي را پیل کړی، خو ویل کیږې دا طرحه به هم و ازمایل سي.

عطيق الله مطمئين

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل