1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بهزاد هنري مرکز ته په کوم شرط د فعالیت اجازه ورکړل شوې؟

۱۴۰۲ شهریور ۱۶, پنجشنبه

په هرات ولایت کې د بهزاد هنري مرکز مسوولین وايي، طالبانو په دې شرط ورته د فعالیت اجازه ورکړې، چې په دې فرهنګي مرکز کې به د نجونو حضور او د ژوندیو موجوداتو د انځورونو له رسامۍ څخه ډډه کوي.

آرشیف: د هرات ښار انځور
آرشیف: د هرات ښار انځورانځور: picture-alliance/dpa/J. Rezayee

دوې ورځې وړاندې طالبانو په هرات ولایت کې د بهزاد هنري فرهنګي مرکز د خطاطۍ په ټولګي کې د دوو نجونو د حضور له امله وتړه، خو یوه ورځ وروسته یې په ځینو شرایطو دغه مرکز ته د بیا فعالیت اجازه ورکړه.

د بهزاد هنري مرکز مسوول ابراهیم حبیبي وايي چې طالبانو ادعا کړې چې په دې هنري مرکز کې د ښځو او نجونو حضور او همداشان د ذیروح یا ژوندیو موجوداتو انځورونه یا نمایش »منکرات او د اسلامي شریعت خلاف« دي.

هغه دویچه ویله ته وویل: «زه له ۴۰ کلونو راهیسې په دې مرکز کې ځوانانو ته درس ورکوم. زه هڅه کوم چې د کلتوري شخصیتونو او تاریخي سیمو په انځورګرۍ سره زموږ تاریخي عنعنه نندارې ته وړاندي کړم، خو طالبانو له ما څخه وغوښتل چې نور د حیوانات او انسانانو انځورګري ونه کړم. له دې هنري مرکز څخه د آثارو راټولول چې شمېر یې ۱۰۰ ته رسېږي، ما ته ستر مالي زیان اړولی دی.»

طالبانو په هرات کې د بهزاد هنري مرکز تړلی

د حبیبي په وینا، طالبانو ورته ویلي چې نور دې نجونو ته زده کړه نه ورکوي. هغه زیاته کړه: «د بهزاد هنري مرکز ۸۰ سلنه زده کوونکي او د آثارو تولیدونکي نجونې دي. د دغو نجونو له شتون پرته به د دغه مرکز فعالیت هېڅ مانا ونه لري.»

په هرات کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست مشر مولوي عزیز الرحمن مهاجر دویچه ویله ته وویل: "موږ نګارستان نه دی تړلی، ښايي بل څوک تللی وي، خو موږ د نګارستان له مسوولینو څخه ژمنه اخیستې چې د دوی فعالیت باید د شریعت خلاف نه وي. دوی باید د ژوندیو موجوداتو انځورونه نندارې ته وړاندي نه کړې او د نجونو حضور باید د شریعت مطابق وي."

بهزاد نګارستان په هرات ولايت کې د خپلو څو لسيزو فعاليتونو په ترڅ کې د میناتورۍ، خطاطۍ او نقاشۍ په برخو کې ګڼ شمېر زده کوونکي روزلي دي. د استاد کمال الدین بهزاد هنري مرکزد نقاشۍ، خطاطۍ او فرهنګي آثارو د ملاتړ له پاره جوړه شوې وو.

په افغانستان کې د واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته د دغې ډلې له لوري د ښځو او نجونې پر وړاندې زیات محدودیتونه لګیدلي دي چې دې کار د بشري حقونو د سازمانونو سخت غبرګونونه هم راپارولي دي.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل