هرات بيا ځواکمنې زلزلې ولړزاوه
۱۴۰۲ مهر ۲۳, یکشنبهد امریکا متحده ايالاتو جيولوجيکل سروې (USGS) وايي چې دغه زلزله د هرات ښار په ۳۳ کيلومترۍ کې د ګرینويچ پر وخت د سهار په ۳ بجې او ۳۶ دقیقې شوې ده. یاده امریکايي اداره وايي چې زلزلې دغه سیمه د ۵ اعشاریه ۵ درجې په قوت تر یو ټکان شل دقیقې وروسته ولړزوله.
د فرانسې خبري آژانس چې له کابله ېې حال ورکړی، د يکشنبې ورځې زلزلې د ځاني تلفاتو په هکله ېې څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر په ۷مه هم هرات د رېښتر ۶ اعشاريه ۳ درجې په قوت زلزلې او څو نور پر له پسې ټکانونه ولړزاوه. ملګري ملتونه وايي یادې زلزلې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۶ کلي په بشپړه توګه تخریب او له ۱۲۰۰ ډېر کسان مړه کړي دي.
ملګري ملتونه همدارنګه وايي چې په دغه پېښه کې په سلونو کسان ټپیان شوي هم دي. د ملګرو ملتونو سازمان یونسیف ادارې د چهارشنبې په ورځ وويل چې په وژل شوو کسانو کې ۹۰ سلنه ېې ښځې او ماشومان دي: «ښځې او ماشومان تر ډېره د کور کارونو او د ماشومانو د پالنې له پاره په کورونو کې وي په همدې دليل کله چې ساختمانونه نړيږي دوی تر ټولو ډېر په خطر کې وي.»
پر له پسې مرګونې وروستۍ زلزلې د سيمې په اوسیدونکو کې وېره خپره کړې ده. یوه ځايي اوسيدونکي، محمد نعيم، چې په زلزله کې ېې د خپلې مور په ګډون ۱۲ خپلوان له لاسه ورکړي، د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «موږ دلته نور ژوند نه شو کولی. تاسو وګورئ زموږ د کورنۍ غړي دلته شهیدان شول. موږ به نو څنګه دلته ژوند وشو کړای.»
تر زلزلې وروسته د ويجاړو شوو کليو ژوندي پاتې اوسېدونکي له سختو ستونزو سره مخ دي. دوی تر ټولو ډېر سرپناو ته اړتیا لري په داسې حال کې چې د ژمي موسم راروان او آن له اوسه د شپې له خوا هوا سړه شوې ده.