1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د بيان آزاديآسیا

د ښځو او اعتراض کونکو پر ضد د طالبانو پر چلند پراخې نیوکې

محمد کریم صالح فرانس پریس
۱۴۰۵ خرداد ۲۲, جمعه

د ملګرو ملتونو او بشري سازمانونو یو شمېر کارپوهانو په هرات کې د طالبانو له خوا د ښځو نیول او د اعتراض کونکو ټکول، او له حد ډېر زور څخه استفاده غندلې دي. د بشري حقونو د څار سازمان وايي طالبان له هر ډول مخالفته وېره لري.

د طالبانو د حجاب قوانين وايي چې ښځې باید له کوره بهر د وتلو پر وخت په بشپړه توګه پوښلې وي
د ملګرو ملتونو او بشري سازمانونو یو شمېر کارپوهانو په هرات ولایت کې د خلکو پر وړاندې د طالبانو چلند غندلي دي.انځور: Ali Khara/REUTERS

د ملګرو ملتونوسازمان یو شمېر کارپوهانو د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په لویدیځ هرات ښار کې د طالبانو له خوا د ښځو ځپل غندلي او ويلي دي چې د ښځو او نجونو د نیولو پر ضد د اعتراضونو په جریان کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې کارکوونکو د شبنې په ورځ په هرات ولایت کې د برقع يا د حجاب د نه اغوستلو په دلیل د لسونو ښځو او نجونو نیول پيل کړل.

د دغو نیولو پر ضد د سه شنبې په ورځ یو شمېر خلکو اعتراضونه وکړل چې د ملګرو ملتونو په خبره، طالبانو د زور څخه په استفادې اعتراض کونکي تیت و پرک کړل او یو هلک په ډزو ووژل شو.

عیني شاهدانو د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د طالبانو امنيتي ځواکونو پر اعتراض کونکو ډزې وکړې. خو د طالبانو پولیسو له هر ډول وسلې څخه استفاده رد کړې ده.

نور ولولئ: د مرستندویانو په وینا افغان ښځې لاهم څنډې ته کيږي

دوه کسان وژل شوي او له ۲۰ ډېر ټپیان

د ملګرو ملتونو د بشري حقونوشورا ته د منصوب شوو لسو خپلواکو کارپوهانو په یوه اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوې، راغلي چې په دغو اعتراضونو کې لږ تر لږه د یو هلک په شمول دوه کسان وژل شوي او له شلو ډېر کسان ټپیان شوي دي.

د کارپوهانو په اعلامیه کې راغلي دي: «د حجاب د قوانینو په دلیل د ښځو د نیولو ادعاوې ډېرې ټکان ورکوونکې دي چې ممکن دغه نیونې د خپل سرو او غیرقانوني نیولو مصداق وي، ځکه داسې ښکاري چې هغوی ښځې د بیان آزادۍ حق او له جنسیتي تبعیض څخه د خلاصون حق په دلیل مجازات کوي.»

دوی زیاته کړې چې «مساوات، سولیزې غونډې، د بیان آزادي، تګ راتګ او له خپل سرو نیونو څخه محافظت، اساسي حقونه دی.»

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت چې د حجاب قوانين ېې وضع کړي وايي چې ښځې باید له کوره بهر د وتلو پر وخت په بشپړه توګه پوښلې وي. تر اوسه ډېری ښځې د افغانستان په مختلفو سیمو کې د چادري یا برقع پر ځای، اوږد لباس، یا اوږده ټيکري په سر کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو برخې هم په یوه اعلامیه کې ویلي: «دغو نیونو په ټول افغانستان کې د ښځو او نجونو ترمنځ وېره زیاته کړې ده.»

نور ولولئ:  سمیرا اصغري: د طالبانو سختو قوانینو سربېره باید له هغو سره خبرې او تعامل وشي

په دغه اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو ادارې ځواکونو ظاهراً پر اعتراض کونکو نارینه، ښځو او ماشومانو ډزې کړي او یو شمېر ېې وهلي ډبولي دي: «لږ تر لږه د یو هلک په شمول دوه تنه وژل شوي او له ۲۰ ډېر ټپیان شوي دي.»

 په نیول شوو کې د بې سرحده ډاکټرانو کارکوونکي هم شامل دي

په هرات ولایت کې د نیول شوو ښځو په ډله کې یوه ډاکټره چې د بې سرحده ډاکټرانو کارمنده ده، هم شامله ده.

دغه غیردولتي سازمان ويلي دي چې دغه ډاکټره د هرات د حوزوي روغتون د ماشومانو په څانګه کې کار کوي چې د شنبې په ورځ خپل د کار ځای ته د تلو پر مهال د امر بالمعروف موظفینو له خوا د حجاب د نه رعایتولو په دې دلیل ونیول شوه.

د دغه سازمان په خبره، دغه ډاکټره دوه ورځې په توقیف کې وه او وروسته له هغې پرېښودل شوه چې د هغې مېړه او خپلوانو ېې د طالبانو د نظر وړ لباس اغوستلو کتبي ژمنه لاسلیک کړه.

دغه سازمان ويلي دي چې «د حجاب د الزامي مقرراتو د یوې برخې په توګه په ښار کې د خپلې یوې کارکوونکې نیولو او توقیف خپه کړي دي.»

نور ولولئ: د شیعه علماوو شورا د مامورينو د افراطي چلند د مخنیوی غوښتنه وکړه

پر ښځو دغه محدودیتونه یوازې په هرات کې نه، بلکې حاضر وخت په ټول افغانستان کې ښځې د سفر او په عامه ځایونو کې د راڅرګندېدو په څېر مواردو کې د طالبانو له شدیدو محدودیتونو سره مخ دي.

د بشر حقونو د څار سازمان: طالبان له هر ډول مخالفت ډاریږي

د بشر حقونو د څار سازمان هم په یوه ويلي کې ويلي چې د طالبانو ځواکونو په هرات ولایت کې د اعتراض کونکو پر ضد له حد ډېر زور څخه استفاده کړې ده. د دغه سازمان په وینا، طالبانو اعتراض کونکي وهلي او پر هغوی ېې ډزې کړي چې يو هلک ېې وژل او یو شمېر کسان ېې ټپیان کړي دي.

په یاد سازمان کې د افغانستان څېړونکې، فرشته عباسي، ویلي دي: «د طالبانو چارواکي له هر ډول مخالفت څخه وېره لري په همدې دلیل د بیان آزادۍ او نورو لومړنیو حقونو آزادي سرکوبولو ته شدت ورکوی.»

هغې ويلي چې طالبان باید دغه حملې ودروي او د دې تضمین وکړي چې افغانان کولی شی د تاوتریخوالو یا د نیولو له وېرې پرته سولیز اعتراضونه وکړي.

نور ولولئ: د ښځو په وړاندې د طالبانو د فرمان د خطرونو په هکله د ملگرو ملتو خبرداری

د بشري حقونو د څار سازمان د رپوټ پر اساس، دغه مظاهرې د هرات په هغه علاقه کې شوي چې ډیری اوسېدونکي ېې هزاره دي. د اعتراض کونکو له ډلې یوه ېې دغه سازمان ته ویلي دي چې د طالبانو امنيتي ځواکونو د مظاهرو له پېلېدو مخکې لارې بندې کړې تر څو خلک راټول نه شي. د هغه په خبره کله چې خلک زيات شول، طالبانو ډزې پیل کړې او ځینو اعتراض کونکو ډبرې وار کړې. دغه اعتراض کونکي وويل چې څو ټپيان ېې لیدلي چې د هغو له ډلې ېو ېې په شا په ګولۍ لګېدلی وو.

 یو بل عيني شاهد د بشري حقونو د څار سازمان ته ويلي دي چې امنيتي ځواکونو په ادامې کورونه تلاشي کړل او د خلکو ټيلفونونه ېې د مظاهرې د ويډیوګانو له پاره وڅېړل او دغه راز ېې یو شمېر ښځې او نارینه ونیول.

د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د څار سازمان کارپوهانو له طالب چارواکو غوښتي چې په دغو اعتراضونو کې نیول شوي کسان دې سملاسي او له قید او شرط پرته آزاد کړي. د بشري حقونو د څار سازمان ويلي چې طالبان باید د ښځو د حجاب په هکله توهین آمیزه محدودیتونو ته د پای ټکی کېږدي.

له آرشیف څخه (28.11.2025):

له کابله تر اسلام آباد او پاریس پورې د ښځو د حقونو مبارزه

06:00

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب