د آلمان د بايرن ايالت د کورنيو چارو وزارت په پام کې لري هغه مهاجر د محکمې په لګښتونو کې دخيل کړي، کوم چې دوسيې يې د استيناف محکمې له خوا څيړل کيږي.
د بايرن د کورنيو چارو وزير يوآخيم هرمن وايي، هغه مهاجر چې د مهاجرت ادارې پريکړه نه مني او له سره د نوې محکمې له پاره عريضه وړاندې کوي، بايد د محکمې په لګښتونو کې برخه واخلي.
هرمن د «آلمان د تحريريه ډلې» ورځپاڼو سره په مرکه کې وويل: «يوه لاره کيدای شي همدا وي، تر څو ووينو چې آيا امکان به ولري چې شکايت کونکي د محکمو په لګښتونو کې سهيم کړو، په هغه صورت کې چې د هغوي قانوني اقدام په څرګند ډول بې بنسټه او د نه منلو وړ وي.»
تر دې وړاندې د بايرن مسيحي سوسيال ډلې د ګوند مشر الکساندر دوبرينت ويلي وو چې په آلمان کې ګواکې د «اخراج ضد يو صنعت» فعال دی. اوس يوآخيم هرمن د خپلو خبرو پر مهال خپل توافق له همدې نظريې سره مطرح کړ. هرمن په دې اړه وويل: «په آلمان کې ځينې موسسې شتون لري چې غواړي د هرې ممکنې لارې د اخراجونو مانع وګرځي. دا يوه عادي خبره نه ده او موږ يې بايد پر وړاندې اقدام وکړو.»
د بايرن مسيحي سوسيال ګوند د صدراعظمې انګلا مرکل د مسيحي دموکرات ګوند اتحادي غړی دی. د آلمان تير حکومت د همدې دواړو ګوندونو څخه جوړ وو، خو په اوسني نوي ائتلافي حکومت کې ورسره د آلمان سوسيال دموکرات ګوند هم ورګډ شوی دي.
د بايرن مسيحي سوسيال ګوند د مهاجرو پر وړاندې د سخت قانون غوښتونکی دي. دغه ګوند په مخکيني حکومت کې هم د مهاجرو په تړاو د ځينو محدوديتونو غوښتنې لرلې، چې د مرکل له خو رد شوي وې.
د مهاجرت پر موضوع يو انځوريز البوم له آرشيف څخه:
د مهاجرو په برخه کي د آلمان فدرالي ادارې په حواله، دغه هيواد ته د راغلو مهاجرو د پناه غوښتنلیکونو منل کیدل او یا ردیدل د نورو فکتورونو ترڅنګ په دې پورې هم اړه لري، چې دغه شخص د آلمان په کوم ایالت کې پناه غوشتې ده.
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmannتیر کال په ټول آلمان کې د پناه تر ټولو لږ غوښتنلیکونه د آلمان په برانډنبرګ آیالت کې منل شوي دي. یا په بل عبارت دغه آیالت تر ټولو لږو مهاجرو ته قبولي ورکړې ده.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Settnikپه بایرن ایالت کې سوسیال مسیحي اتحاد ګوند په واک کې دی. د دغه ګوند مشر هورست زیهوفر، په نوي حکومت کې د کورنیو چارو وزارت دنده ترلاسه کړې. زیهوفر د ټول هیواد په کچه د رد شویو مهاجرو د اخراجولو ژمنه کړې. تیر کال د هغه په ایالت کې د پناه د منل کیدو فیصدي ۳۱،۸ وه.
انځور: picture-alliance/Geisler-Fotopress/C. Hardtبادن ورتمبرګ هم د آلمان په هغو ایالتونو کې شمیرل کیږي چې د پناغوښتونکو د منل کیدو سلنه یې ټيټه ده. تیرکال په دغه ایالت کې د پناغوښتونکو د منل کیدو فیصدي ۳۷،۷ وه.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Schuldtتیر کال د آلمان په تورنګن ایالت کې د پناغوښتونکو د ۴۴،۱ سلنه غوښتنلیکونه منل شوي دي، په داسې حال کې چې نورو ته د رد ځواب ورکړل شوی دی.
انځور: epd-bild/M. Schuckد آلمان پلازمېنه برلين پخپله یو ایالت هم دی. په دغه ایالت کې تیرکال د ۴۴،۳ سلنه مهاجرو د پناه غوښتنلیکونو مثبت ځواب ترلاسه کړی دی.
انځور: Imago/C. Mangپه دې ایالت کې په ۲۰۱۷م کال کې ۴۴،۶ سلنه د پناغوښتنې غوښتنلیکونو مثبت ځوابونه ترلاسه کړي دي.
انځور: Fotolia/Matthias Wilmنورد-راین-وستفالن د نفوس له پلوه د آلمان تر ټولو ګڼ میشته ایالت دی. دغه ایالت ته هم د نورو په پرتله ډیر مهاجر راغلي دي. په دې ایالت کې د مهاجرو د قبولۍ کچه تر ۴۵ سلنه یو څه لوړه ده.
انځور: picture alliance/dpa/H. Ossingerتیر کال په هامبورګ ایالت کې ۴۸ سلنه د پناهندګۍ غوښتنلیکونو مثبت ځوابونه ترلاسه کړي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/Bildagentur-onlineتیرکال (۲۰۱۷) په نیدر زاکسن ایالت کې د ۵۲،۴ سلنه پناغوښتونکو د پناه غوښتنلیکونو مثبت ځوابونه ترلاسه کړي دي.
انځور: Fotolia/Thorsten Schierپه ۲۰۱۷م کال کې د آلمان په شلیسویګ هولشټاین ایالت کې هم د نیدر زاکسن په شان د پناه منل کیدو سلنه ۵۲،۴ وه.
انځور: picture-alliance/dpaد آلمان په هیسن ایالت کې هم د یو شمیر نورو په شان د پناغوښتونکو د منل کیدو کچه لوړه وه. تیرکال دغه ایالت ۵۳،۲ سلنه د پناه غوښتنلیکونو ته مثبت ځواب ورکړی وو.
انځور: picture-alliance/dpa/F. Rumpenhorstد آلمان په شمال کې د بریمن ایالت هم تیرکال د پناغوښتونکو د پناغوښتني نږدې ۶۰ سلنه غوښتنلیکونو ته مثبت ځوابونه ورکړي دي.
انځور: picture-alliance/K. Nowottnickزارلنډ تر ټولو ډیر مهاجر منلي دي
زار لنډ د آلمان په سویل لویديځ کې د فرانسې سرحد ته نږدې دی. تیرکال په دې ایالت کې د پناغوښتونکو د پناغوښتنې د منل کیدو فیصدي تر ټولو لوړه یعنې ۷۳ سلنه وه.
انځور: picture alliance/dpa/O. Dietze