د آلمان خبري آژانس د ملګرو ملتونو سازمان له قوله خبر ورکوي چې د روان ميلادي کال له پيله راهيسې شاوخوا ۵۴۷ زره وينزويلايان اکوادور ته رسيدلي دي. دغه سازمان د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې له کوربه هیواد سره به خپلې مرستې ډيرې کړي.
په ژنيو کې د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ (UNHCR) وياند ويليام سپيندل د جمعې په ورځ په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې په روانه ميلادي مياشت (اګست) کې له وينزويلا څخه اکوادور ته مهاجرتونو زور اخیستی دی.
هغه وويل په روانه مياشت کې هره ورځ له ۳۰۰۰ څخه نيولې تر څه باندې ۴۰۰۰ پورې کسان له وينزویلا څخه اکوادور ته ځانونه رسوی.
بيړنی حالت او عاجلې مرستې
سپيندل دغه څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې د اکوادور حکومت د روانې اوونۍ په پيل کې په خپلو درو ايالتونو کې بيړنی حالت اعلان کړ.
ويليام سپيندل په دې اړه زياته کړه: « له وينزویلا څخه د دغه هيواد د اتباعو وتل، د لاتينې امريکا په څير د يو هيواد په تاريخ کې تر ټولو ستر حرکت دی.» يو ان اچ سي آر وايي چې دوی اکوادور سره د عاجلو مرستو او په مهمو سرحدي بندرونو کې د خپل حضور د زياتيدو په ګډون، خپل پلانونو پر تنظيمولو لګيا دي.
وينزويلايي مهاجر اکوادور ته د کولمبيا څخه په تيريدو ځانونه رسوي. خو په سويل کې بيا ډيری وينزويلايان د پيرو او چيلې پر لور خپلو سفرونو ته ادامه ورکوي، چې يوازې شل سلنه يې اکوادور ته ځي.
مهاجرې نجونې او جنسي تاوتريخوالی
سپيندل زياته کړه: «ډيری وينزويلايان په يو بد وضعيت کې د څو ورځو او حتی څو اونيو له پاره پلې مزلونه وهي.» هغه وویل چې د مهاجرو ۴۰ سلنه برخه ښځې او نجونې تشکيلوي چې د سفر پر مهال د جنسي تاوتريخوالو له يو لوړ ګراف سره مخ دي.
وينزويلا سربيره پر دې چې د نړۍ په کچه د نفتو ډيرې سرچينې لري، خو په پراخه کچه له اقتصادي، سياسي او بشري بحرانونو سره مخ هيواد دی. وينزويلا همدا ډول په پراخه کچه د اساسي موادو له کمښت سره هم مخ ده.
په وروستيو مياشتو کې په سلونو زره وينزويلايان اړ شول چې د سخت ژوند څخه د تيښتې په موخه ګاونډيو هيوادونو ته پناه يوسي.
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
تش یخچالونه او اوږده کتارونه
په وینزویلا کې سیاسي او اقتصادي کړکیچ د خلکو کړاو چې له لوږې کړيږي اوږد کړی دی. ډیری اوسیدونکي یې د خوراکي توکي رانیولو له پاره په کتارونه کې انتظار باسي، په کثافاتو کې خواړه لټوي، خو بیا هم زیاتره مهال بسنه نه کوي.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/A. Fuenteپه کثافاتو کې د خوراکي توکو د موندلو هیله
په آلمان کې د چاپیریال ساتنې فعالین د سوپر مارکیټونو په مخکې د تنظیفاتو په کانتینرونو کې د نه خوسا شوو خوراکي توکو پسې لټون کوي. هغوی په خپل دې فعالیت سره چې د «کانتینرن» په نامه یې یادوي غواړي د مصرفي ټولنې پر ضد احتجاج وکړي. خو د لاتین امریکا په هیواد وینزویلا کې فقر او غربت ډيری انسانان مجبور کړي چې د سړک د غاړو کثافاتو په کڅوړو کې د خوراکي توکو موندولو په لټه کې شي.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/A. Fuenteپه دغه یخچال کې د خوراکي شیانو ځینې پاته موادو او د څښلو اوبه پرته نور څخه نه شته. د وینزویلا په ډیرو کورونو کې دغه ډول وضعیت دی. په دغه سوسیالستي هیواد کې خوراکي توکې د دولت له لوري سبسایډي کیږي، څو ټول یې د رانیولو توان ولري. خو له هغه وخته چې د تیلو بیې رالویدلې دي، حکومت د خوراکي توکو په وارداتو کې له ستونزو سره مخامخ دی.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/A. Fuenteپه دغه انځور کې پر دیوال باندې د هسپانوي ژبې د (Hambre) ټکی لیکل شوی دی چې معنی لوږه ده، تر هغې لاندې د دیکتاتور کلمه هم تر سترګو کیږي. وینزویلا اوس مهال له یوه ژور سیاسي او اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان دی. دغه هیواد له میاشتو راهیسې د ډیوالي کیدو په درشل کې دی.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/A. Fuenteپر خیریه سازمانونو د خلکو هجوم
که څه وینزویلا ښې ځمکې لري، خو بیا هم د خوراکي توکو یوه لویه برخه له بهر څخه واردوي. خو د لوړ انفلاسیون او د تیلو د بیو رالوېدو له کبله د خوراکي موادو واردول ګران شوي دي. ډیر سوپر مارکیټونه تش دي، تور بازار رونق موندلی دی خو بیې ډیري لوړي دي. د کاریتاس په څیر خیریه سازمانونه د خوراکي موادو تشه نه شي ډکولای.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/A. Fuenteد لږو جوارو او تیلو تر لاسه کولو له پاره اوږده کتارونه
په هر هغه ځای کې چې د خوراکي موادو بیې یې د خلکو له وس سره برابرې وي، تل خلک په اوږدو کتارونو کې لیدل کیږي. که څوک غواړي یو څه تر لاسه کړي، باید سهار وختي ځان ټاکلي ځای ته ورسوي. حکومت کله نا کله په کڅوړو کې په ارزانه بیه خوراکي مواد پلوري، خو انتقاد کوونکي پر ولسمشر مادرو باندي تور لگوي چې پلویانو ته يې لومړیتوب ورکول کیږي.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/A. Fuenteآیا د مهاجرت یو بل لوی کړکیچ په مخکي دی؟
په تیر میلادي کال کې په اوسط ډول د وینزویلا اوسیدونکو نهه کیلو وزن له لاسه ورکړی دی. ډیري مېندې او پلرونه له خپلې ډوډۍ تیریږي، څو خپل اولادونه ماړه کړي. ګاونډي هیوادونه اندیښنه لري چې په وینزویلا کې به روان وضعیت د مهاجرت یوه بل ستر کړکیچ سبب شي. همدا اوس هم د وينزويلا کابو نیم میلیون اوسیدونکي کولمبیا ته تللي دي.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/A. Fuente