1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

هره ورځ څومره مالګه کارول ګټور او صحي دي؟

۱۴۰۱ فروردین ۲۳, سه‌شنبه

ډېر خلک په خوړو کې له اندازې زیاته مالګه خوري. زموږ بدن ته څومره مالګه ګټوره ده او څنګه کولی شو، هغه اندازه وپېژنو چې بدن ته ګټه رسوي؟

Person hält Salzstreuer in der Hand
انځور: Lev Dolgachov/Colourbox

نور باید هېڅکله چپس، سوپ، کانسروا او نور هغه خوراکونه چې یخ ساتل شوي وي، ونه خوړل شي؟

ډېر آن دا فکر هم نه شي کولی چې له مالګې پرته دې ژوند وکړي؛ خو د فدرالي المان د روغتیا وزیر کارل لاوتربخ له ۳۰ ډېر کلونه کېږي، چې همدا کار کوي. هغه یې لامل د خپل بدن روغتیا ته پاملرنه یادوي.

موږ باید د لاوتربخ په څېر د خپل بدن د روغو‌الي له پاره د مالګې له خوړلو ډډه وکړو؟

د آلمان د هامبورګ په «مدیکوم» صحي مرکز کې د خوراک متخصص او د روغتیا د برخې مدیر متیاس ریدل وايي: «نه؛ موږ اړ نه یو چې په بشپړ ډول د مالګې له کارولو ډډه وکړو. موږ د مالګې سالمو کارولو ته اړتیا لرو.»

زموږ بدن لږې اندازې مالګې ته اړتیا لري

مالګه د ژوند له پاره اړینه ماده ده. د دې خبرې د درک له پاره په کار ده، چې کره او دقیق نظر پرې ولرو. مالګه له سودیم کلوراید « NaCl» کیمیاوې مادې جوړه ده. زموږ بدن د مختلفو دندو له پاره مالګې ته اړتیا لري. لکه د بدن د اوبو تنظیم، د اعصابو او د بدن د غړو د حرکاتو او دندو تنظیم، د هاضمې د جهاز د فعالیت ښه والی، په ځانګړي ډول سودیم ته اړتیا لري. هره ورځ د نیږدې یو ګرام مالګې خوړل دا کار کولی شي. د مالګې مناسبه کارونه بدن ته ګټوره ده. ریدل وايي: « د مالګې د اندازې مسئله لکه د خوړو د بلې هرې مادې په څېر ده.»

د ده په وینا، د مالګې کارولو موضوع د J توري په شکل یو ګراف کې داسې روښانولی شو، چې «ډېره کمه مالګه د J ښکتنۍ برخې په څېر ښه نه ده. په مناسب ډول د مالګې کارول په یوه کوچنۍ برخه کې ګټور دي او زیات استعمال یې د زیان کچه پورته وړي.

انځور: colourbox.com

هره ورځ یوه کاشوغه مالګه

د مالګې برابر حد کوم یو دی؟ د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، د مالګې د خوړو برابره اندازه د ورځې پنځه ګرامه ده، چې د چای یوه کاشوغه کېږي. ریدل وايي: «یوه یخ وهلې پیتزا ډېره اندازه مالګه لري، چې دا د مالګې له برابرې اندازې زیاته ده او په دوه کاشوغه چکني کې هم همدارنګه.»

د هغه په وینا، که کله له خپلې اندازې زیاته مالګه وکارول شي، ستونزه نه لري؛ خو ډېر وګړي له برابرې اندازې زیاته مالګه کاروي په ځآنګړي ډول د ختیځې او مرکزي اسیا په هيوادونو کې زیاته مالګه خوړل کېږي.

د بېلګې په توګه، په چین کې هره کس په ورځ کې په منځني ډول ۱۰،۹ګرامه مالګه خوري، چې د توصیه شوې اندازې دوه برابره زیاته ده. د آلمان، پرتګال او ایټالیا په ګډون ډېرو اروپايي هېوادونو کې او همدا راز، متحده ایالاتو، کاناډا، استرالیا او نوي زیلاند کې هم د مالګې د کارولو منځنی حد له هغې اندازې اوړي، چې د روغتیا نړیوال سازمان یې وړاندیز کوي. د لاتیني امریکا په ډېرو هېوادونو لکه برازیل، کولمبیا او بولیویا کې هم همدا حال دی، یوازې څو افریقايي هېوادونو کې مناسب اندازه مالګه کارول کېږي.

د زیاتې مالګې کارول، د وینې لوړ فشار؟

څېړنو ښودلې ده، چې له مناسبې اندازې چې پنځه ګرامه ده، د زیاتې مالګې خوړل پر روغتیا منفي اغېز لري، په ځانګړي ډول د وینې د فشار د لوړېدو سبب ګرځي. دلیل یې دادی، چې مالګه د وجود اوبه جذبوي او پایله کې په نسجونو کې د فشار د زیاتوالي سبب ګرځي. دا کار کولی شي، چې د وینې فشار لوړ کړي چې په راتلونکي اوږد مهال کې د مغزي سکتې یا د زړه د حملې د زیاتېدو خطر لري.

یوازې مالګه نه ده، چې د وینې فشار لوړېدو سبب ګرځي. ریدل وايي: «په ورځني ژوند کې د مالګې د کارولو تر څنګ نور مختلف عوامل هم د وینې پر فشار اغېز لري. لکه د وجود کم فعالیت، پرېشاني، د زړه ناروغۍ او نور د خوراک عادتونه.» د ده په وینا، ډنګر اسیایان، چې مالګه هم زیاته خوري؛ خو په دودیز ډول د خوړو سالم رژیم لري؛ د غربي هېوادونو د خلکو پرتله چې هغوی د چاغښت یا دیابت «شکرې ناروغۍ» رنځ وړي.

د مالګې پر وړاندې حساس او مظبوط خلک

مګر د انسانانو له ډلې درېمه برخه یې له مالګې سره حساسیت لري. په دې مانا، چې د مالګې کم کارول د دغې ډلې د وینې پر فشار مثبت اغېز لري. دوه برخې یې بیا د مالګې پر وړاندې مقاومت لري. د دې ډول خلکو له لوري د مالګې کارول او لوړ فشار تر منځ کومه اړیکه نه وي. ریدل وايي: «تاسې د وینې په یوه ساده ازمېښت کولی شئ وپوهېږئ په کومې ډلې کې یاست.» خو د دې ازمایښت له پاره باید په ځینو هيوادونو کې پیسې ورکړئ.

هغه خلک چې د مالګې پر وړاندې مقاومت لري، هغوی ته دې هم د زیاتې مالګې خوړلو توصیه نه کېږي، ځکه د مالګې زیات کارول د هغوی د روغتیا له پاره نور زیانونه هم اړولی شي.

انځور: Colourbox

تر فشار لاندې پښتورګي

د ډېرې مالګې خوړلو پایله کې باید ګردې پښتورګي ډېر فعال اوسي، ځکه هغه باید له بدنه لېرې کړي. ریدل وايي: «دا کار کولی شي، چې د بدن په دې غړي فشار راوړي.» او دا حالت په راتلونکي کې د پښتورګو د کمزورۍ لامل کېږي.

د مالګې ډېر استعمال دغه راز د کولمو پر میکروبیوم هم منفي اغېز پرېباسي، ځکه یو شمېر اسیدلاکتیک باکتریاوې په کولمو کې کمېږي او په عین حال کې د تي ایچ ۱۷ په نوم حجرې په وینه کې زیاتېږي.

د څېړونکیو په اند، دا باکتریاوې د وینې د ناروغیو او د بدن د محافظتي سیستم د کمزورۍ سبب ګرځي. دا شک هم شته، چې د مالګې ډېر کارول د معدې سرطان او هډوکو نرمښت هم زیاتوي. له بل اړخه، مالګه د انسان اشتها محرکه ساتي او انسان اړ کېږي چې له اندازې زیاته ډوډۍ وخوري، چې په دې ترتیب ډېره مالګه د چاغښت سبب ګرځي.

د مالګې کارول څنګه کمولی شو؟

د روغتیا نړیوال سازمان د اټکل له مخې، که چېرې د نړۍ ټول خلک د مالګې کارول پنځو ګرامو ته ښکته کړي، هر کال به د مغزي سکتې او زړه د حملې له امله د مړه کېدونکیو له شمېره ۲،۵ میلیونه مورده راکم شي. خو څرنګه کولی شو، چې په سم ډول مالګه وکاروو؟

د دې کار له پاره ډېرې لارې چارې شته، لکه د پخولو پر مهال له کمې مالګې کار اخستل او په بدل کې یې د خوراک د خوند برابرولو له پاره سبزیجات کارول ګټوره لاره ده. همدا راز د دسترخوان پر سر پر خوړو د اضافي مالګې له دوړولو دې هم ډډه وشي. د بېګلې په توګه، په بولیویا کې د هوټلونو پر میزونو د نمکدان ایښودل منع شوي دي.

پټې مالګې ته پام کوئ

د مالګې ډېر مصرف یوازې په خوراکونو کې د مالګې ډېر اچول او پر غذا د زیاتې مالګې دوړول نه دي. ریدل وايي: «پنځه اویا سلنه مالګه په هغو خوراکي توکیو کې پټه ده چې په پلورنځیو کې پلورل کېږي.» لکه یخه شوې پیتزا، د ډوډۍ مختلف ډولونه، چکني، پنیر، د رومي بانجیانو کیچپ، تیار شوي سوپ، چپس او کانسروا ډېره مالګه لري. که رښتیا هم غواړو، چې د مالګې د کارولو کچه ټیټه کړو، کوښښ باید وشي، چې له دغو خوراکونو ډډه وشي.

انځور: Colourbox

د هغو کسانو له پاره چې د وینې له لوړ فشار زورېږي، کېدای شي هغه مالګه ښه بدیل وي، چې سودیم کم او پوتاشیم زیات لري. د مالګې نور ډولونه لکه بحري یا د همالیا مالګې، چې سالمې ګڼل کېږي؛ مګر دا مالګې هم هماغه د خوړو د مالګې ترکیبونه لري. په دې ترتیب دا زموږ پر روغتیا یو شان اغېزې لري.

لنډه دا، چې د مالګې برابر کارولو سره برابرښت هغه پوښتنه ده، چې له روږدېدا سره اړیکه لري. کله چې ډېر وخت ډېره مالګه وکاروو، ژبه یې له خوند سره روږدې کېږي او بیا تندو او ترشکونو خوراکونو ته علاقه زیاتېږي؛ خو که د مالګې کارونه مو معقوله وي، نو هېڅکله به تېز خوراکونه خوښ نه کړو.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب