1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

هره ورځ یو میلیون انسانان د جنسي اړیکې له کبله ناروغیږي

۱۳۹۸ خرداد ۲۰, دوشنبه

د روغتیا نړیوال سازمان د نړۍ په کچه د جنسې اړیکو لارې د انتقالیدونکو ناروغیو د زیاتیدو په هکله خبرداری ورکړی. دغه سازمان په وینا هره ورځ تر یو میلیون زیات کسان په دغه ډول ناروغیو اخته کیږي.

Paar in einem Bett
انځور: picture-alliance/dpa/C. Klose

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د جنسي اړیکو له لارې د انتقالیدونکو ناروغیو (STDs) پر وړاندې مبارزه کې د پرمختګ له کمښت څخه یادونه کړې. دې سازمان په داسې عصر کې چې د انټرنیټي اپلیشکنونو له لارې دوست موندنه مخ په زیاتیدو دی، د جنسي اړیکو له لارې د انتقالیدونو ناروغیو پر وړاندې د بې پروایي له عواقبو ګواښ کړی.

د دغه سازمان رپوټ ښيي چې په نړۍ کې هره ورځ یو میلیون انسان د جنسي اړیکو له لارې په انتقالیدونکو ناروغیو اخته کیږي. د کلامیدیا (چې د یوې بکتریا په واسطه تناسلي سیستم تر برید لاندې نیسي) سوزاک، تریکو مونیازیس او سفلیس په څیر ناروغۍ هغه څه دي چې د روغتیا د نړیوال سازمان له پاره د اندیښنې سبب شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ په خپل خپور شوي رپوټ کې ویلي دي چې په اوسط ډول په نړۍ کې له هرو ۲۵ تنو له ډلې څخه یو یې په دغو ناروغیو اخته دی.

هغه ناروغۍ چې هر ځای شته

«تیودورا وای» چې د دغه سازمان په اړونده تحقیقاتي څانګه کې کار کوي ویلي دي چې خلک د خپل حفاظت په برخه کې [کاندوم کارولو ته] توجه کې نه کوي. هغه زیاتوي چې دغه څه ځکه د اندیښنې وړ دي چې جنسې اړیکې د دوست موندنې اپلیکشنونو له لارې لا ډیر د لاس رسي وړ ګرځیدلي.

«تیودورا وای» زیاتوي چې تداوي ته د لاس رسي په برخه کې پر خپل نفس تر حد زیات باور د دې سبب شوی دی چې کم خلک د «اچ آی وي» د خطر په هکله اندیښنه وکړي. د روغتیايي چارو دغه کارپوه زیاتوي چې دغه څه د دې سبب شوی دی چې د جنسي اړیکي پر مهال له کاندوم څخه کمه استفاده وشي، هغه څه چې د جنسي اړیکو له لارې د انتقالیدونکو نورو نارغیو مخه هم نیسي.

دغه کارپوه زیاتوي چې د جنسي اړیکو له لارې انتقالیدونکي میکروبونه په هر ځای کې موجود دي او له هغې ډیر دي چې په اړه یې فکر کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان دغه رپوټ د ۲۰۱۶م کال پر ارقامو ولاړ دی. د دغه رپوټ له مخې د هغو نارینه او ښځو په ډله کې چې عمرونه یې د ۱۵ او ۴۹ کلونو تر منځ دي، د کلامیدیا ۱۲۷، د سوزاک ۸۷، د سیفلس ۳،۶ او د تریکو مونیازیس ۱۵۶ میلیونه نوې پیښې لیدل شوې دي. دغه شمیر د روغتیا نړیوال سازمان تر اټکل پنځه سلنه لوړ دی.

sr/ms (Reuters, dpa, AFP)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب