سياستامریکا متحده ایالات
هریس د امریکا په ټاکنو کې د دیموکرات ګوند نومانده وټاکل شوه
۱۴۰۳ مرداد ۱۶, سهشنبه
اعلان
کاملا هریس تر اوسه پورې خپل مرستیال نه دی معرفي کړی، خو به دې منځ کې دوه نومونه مطرح شوي دي.
د امریکا دیموکرات ګوند اعلان وکړ چې د دې ګوند په داخلي رای اچونه کې، کاملا هریس وتوانیدله چې د شاوخوا ۴۵۰۰ نمایندګیو د استازو د رایو ۹۹ سلنه ترلاسه کړي. د هغې نوماندي باید اوس د ګوند د رهبرۍ کمیټې رسمي تائید ترلاسه کړي.
په داسې حال کې چې ډونالډ ترمپ د اوهایو ایالت سناتور جیمز ډیویډ ونس د خپل مرستیال په توګه معرفي کړی دی، تر اوسه پورې روښانه نه ده چې کاملا هریس به څوک د خپل مرستیال په توګه غوره کوي.
یو شمیر امریکایي رسنیو د دوشنبې په ورځ )د ۲۰۲۴ کال د اگست ۵مه( د پنسلوانیا ایالت د والي جاش شپیرو او د مینه سوتا ایالت د والي ټیم والز نومونه د هریس د احتمالي مرستیالانو په توګه مطرح کړي دي.